تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۴مه】تورخم کې پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې نن (دوشنبه) یې تذکره لرونکو افغانانو ته په تورخم کې هېواد ته د راوښتو اجازه ورکړې ده.
وروسته له هغې چې تورخم د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شو، سلګونه افغانانو ته اجازه نه ورکول کېده، چې په پېژندپاڼې هېواد ته داخل شي.
د دواړو لوریو مسافر ادعا کوي، چې له ټولو قانوني اسنادو سربېره ترې پاکستاني پولیس پیسې اخلي او په ناحقه یې ځوروي.
تورخم کې د پاکستان له لوري د افغانانو ځورول او پیسو اخیستلو غبرګون کې د تېر جمهوري نظام والي، ضیاءالحق امرخېل ویلي، چې پاکستان هېڅ بشري، قانوني او د ګاونډيتوب اصولو ته درناوی نه کوي او زیاتوي چې له پاکستان ځکه د ستونزو د حل هیله نه لري، چې خپله یې ایجاد کړې دي.
اخوا پاکستان کې د افغان ناقانونه کډوالو وروستي د مودې رارسېدو سره سم د خیبر پښتونخوا چارواکو هم د افغان کډوالو د اخراج پرېکړې ته غاړه ايښې ده.
پاکستان خبرداری ورکړی، چې د اپرېل له پیل سره سم د افغان ناقانونه کډوالو پر وړاندې پراخ عملیات پیلوي او افغانستانه ته یې ستنوي.
که څه هم کابل ته د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د طالبانو له چارواکو سره ژمنه کړې، چې د افغان کډوالو پر وړاندې به خپلې تګلارې نرمې کړي، خو په دغه ژمنه عمل نه دی شوی.
تازه په تورخم کې طالبانو هم د افغان کډوالو راتګ ته چمتووالی پیل کړی دی.