پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهمسؤلان: تېرکال تر ۵۱ زره زیات افغانان په توبرکلوز اخته شوي

مسؤلان: تېرکال تر ۵۱ زره زیات افغانان په توبرکلوز اخته شوي

تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۴مه】د طالبانو د حکومت ‏د عامې روغتیا وزارت مسؤلان د توبرکلوز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، دغه وزارت په تېرکال کې ۵۱ زره او ۳۱۹ کسان چې په توبرکلوز د اخته ناروغانو درملنه کړې ده.

یاد وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په مهال ویلي، د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ په وړاندې مبارزه د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او له همکارو بنسټونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرسته زیاته کړي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د دې ناروغۍ په وړاندې له مبارزې ملاتړ اعلان کړی دی.

نن د مارچ ۲۴مه چې د توبرکلوز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

توبرکلوز یوه ساري باکتریايي ناروغي ده چې، عمدتاً سږو ته زیان رسوي، خو کولی شي د بدن نورو برخو لکه پښتورګو، مغز، هډوکو او پوستکي ته هم خپره شي.

دا ناروغي د ټوخي، پرنجې او د ناروغ کس د خولې د څاڅکو له لارې هوا ته انتقالېږي او نور خلک یې تنفس په واسطه اخېستی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...