Homeخبرونههوا پېژندنې ادارې، سبا په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او ورښت...

هوا پېژندنې ادارې، سبا په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او ورښت اټکل کړی

تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۴مه】د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا سې‌شنبه (د حمل ۵مه) په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل کړی دی.

سرچینې په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو د راتلو اټکل هم کړی دی.

بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، هلمند، روزګان، دایکندي، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردک، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب د اټکل په لېست کې اعلان شوي دي

دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې د هېواد یو شمېر ولایتونه د اوړي تودې څپې ته ور داخلېدونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...