پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د اېشول شوې هګۍ ګټې

د اېشول شوې هګۍ ګټې

ژباړه: عایشه حیدري

د چرګې هګۍ د ګټورو خوړو په ډله کې په لومړي سر کې ځای لري، ځکه چې هګۍ د مغذي موادو او پروټينونو غوره سرچینه ده، د چرګې هګۍ د بدن د اړتیا وړ ډېر ګټور مواد لري چې دغه ګټور مواد په اسانۍ سره په نورو خوړو کې نه موندل کېږي. که د چرګې هګۍ په هر ډول پخه شي جدي روغتیايي ستونزې نه پېښوي، او د وجود د معدني موادو اړتیاوې پوره کوي خو که چېرې د چرګې هګۍ واېشول شي او وخوړل شي روغتیا ته یې ګټه ډېره زیاته ده او د وجود د معدني موادو اړتیاوې پوره کوي.

د هګیو اېشول د هګیو د پخولو له نورو ډولونو څخه اسانه لاره ده، او د اېشول شوې هګۍ په پخولو ډېر کم لګښت راځي او یا هم بېخي لګښت پرې نه راځي، نو ولې بیا اېشول شوې هګۍ، د هګیو د پخلي د نورو ډولونو په پرتله ډېره ګټه لري؟

د دغې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې پرته له غوړیو څخه د هګۍ د خوړلو يواځينۍ لاره د هګۍ اېشول دي، د چرګې هګۍ په ډېره کچه کلسټرول لري خو د چرګې د هګۍ کلسټرول بدن ته زیان نه رسوي، خو که چېرې هګۍ په غوړیو کې پخه شي او وخوړل شي د وینې کلسټرول لوړوي او روغتیا ته زیان رسوي.

د ځینو څېړنو پایله دا هم ښيي چې په سباناري کې د اېشول شويو هګیو خوړل د بدن غوړ اوبه کوي او د وزن د کمېدو لامل کېږي.

یوه اېشول شوې هګۍ د خورا ډېرو معدني موادو څخه ډکه ده د اېشول شوې هګۍ معدني مواد په لاندې ډول دي:

۱_ یوه اېشول شوې هګۍ ۶ سلنه A ویټامین لري، چې د A ویټامین په هګۍ کې د سترګو په پیاوړتیا کې ډېره مرسته کوي.

۲_ یوه اېشول شوې هګۍ ۵ سلنه فولیک اسیډ لري.
۳_ یوه اېشول شوې هګۍ ۵ سلنه B7 ویټامین لري.
۴_ یوه اېشول شوې هګۍ ۱۲ سلنه B9 ویټامین لري.
۵_ یوه اېشول شوې هګۍ ۲ سلنه B15 ویټامین لري.
۶_ یوه اېشول شوې هګۍ ۹ سلنه فسفر لري.
۷_ یوه اېشول شوې هګۍ ۲۲ سلنه سلنیوم لري.

د دغو ټولو معدني موادو ترڅنګ یوه اېشول شوې هګۍ د D, E ,K او B6 ویټامینونه لري او همدارنګه ۷۷ سلنه کالوري، ۶ ګرامه پروټین او ۵ ګرامه تصفیه شوي غوړ لري.

دا مه هېروئ چې د ورځې په لړ کې د یوې اېشول شوې هګۍ خوړل د وجود نیمه برخه د معدني موادو اړتیاوې پوره کوي او د ماشومانو لپاره د ورځې په لړ کې د یوې اېشول شوې هګۍ خوړل اړینه ده، نو هڅه وکړئ چې د ورځې په لړ کې ارومرو یوه اېشول شوې هګۍ د خپلې روغتیا ساتنې لپاره وخورئ.

د لیکنې په ورستيو کرښو کې باید یادونه وکړو، که چېرې د اېشول شويو هګیو د پر له پسې خوړولو څخه ستړي شوي یاست او نه غواړئ چې نور په خپلو خوړو کې د اېشول شويو هګیو څخه ګټه واخلئ نو د اېشول شويو هګیو پورتنۍ در یادې کړئ، نو بیا به په خپله د اېشول شويو هګیو خوراک ته مخه کړئ او په ډېرې علاقې سره وخورئ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب