شنبه, اپریل 27, 2024
Home+رنګونه او اغېز یې / ل ـ ازمون

رنګونه او اغېز یې / ل ـ ازمون

درېمه برخه

۲ ـ ۴: د روښانه رنګونو اغېز

دلته لومړی په ژبه او ادب کې د هر روښانه او تاوده رنګ اغېز شنو:

۲ ـ۴ـ ۱:  سور رنګ

سور د وینې او اور رنګ دی، اور او وینه دواړه د بشر ژوند دی. اور او وینه یو بل پالي، د وینې ګرمښت د بشر په وجود د مینې لمبې بلوي.

سور رنګ په ټوله کې د پام رااړولو جذباتو او شهواني غرېزې د پارولو رنګ دی، خو د دې ترڅنګ د غوسې او احساساتي کېدو ځانګړنه هم لري.

د ګاډیلي په وینا سور رنګ یا وړانګې د جوړونې او رغونې رنګ دی.

په ګودر سور سالو ښکاره شو

ما وې دې تورو اوبو اور واخست میېنه

( سور سالو) معشوقې یا شخص ته نغوته ده، تخیل پر سور سالو د یو شخص څېره تخییلوي. ګودر او اوبه یې قرینه ده. سور سالو مشبه او په تورو اوبو اور مشبه بهي ده. اوبو ته د تور صفت ورکول، د معشوقې له کمڅو نه هم موخه ده.

په هر سره رنګ سرخروبي نه شي حاصله

هسې نه چې په رنګ سور شي نو سره زر شي

استاد الفت (سور رنګ) د سرخرویې او یو ارزښت په توګه ګڼلی دی. سرخرویي د بریالیتوب او ارزښت لپاره مجاز دی، خو د استاد له نظره دغه سرخرویي یا بریالیتوب په هر سره رنګ کې نه دی.

(سور سپين سړی) دا هغه ترکیب دی چې د یو کس  تکړه توب او ځواکمني ښيي.

(سور کافر، سره کوپار) دا هغه ترکیبونه دي چې د عقیدې له مخې، د مسلمان پر وړاندې په تېره د شورويانو لپاره ډېره کارېږي. دلته په رواني لحاظ سور رنګ د کوپارو د مخ رنګ ښودل شوی دی. په پښتنو کې دا خبره ګډه ده چې د کوپارو په تېره دشورویانو مخونه سره او سترګې شنې دي.

(کافر) د تکړه او غښتلي په مانا ، سور د تازه ګۍ، غورځنګونو، ولولو او انقلابي شور لپاره کارېږي.

سور رنګ په ټولیزه توګه یو داسې سیمبول دی چې د خلکو پام یو ځانګړي ټکي ته اړوي. مثلا : خطر ، برید  او په ټرافیکي اشاره کې د ودرېدو لپاره راځي.

سره کرښه برید ټاکنه ده، سور څراغ د دریدو ، سرې تیږې یو ځای ته د نه داخلیدو او خطر مفاهیم ښندي. په تخیلي دنیا کې بیا سور رنګ زړه را ښکونکی دی، ورسره په ولسي ژبه سور مخی، سور مخ، سره شوه، سره غرمه ، سره ځمکه ، سور اوښتل… دا هغه ترکیبونه دي چې هر یو يې ځانته یو ځانګړی مفهوم ښندي. سور مخ کامیابي او سر لوړي ده:

مخ سور لرل: ـ

(۱) سرلوړی لرل، (۲) هسکه غاړه لرل

مخ مې سور لرل همیش په استغنی کې

په طمعه مې ژېړ مه کړه رخساره

ارمغان خوشال، ۸۱

(عامر، عبدالکریم ، محاورات خوشال ، ۲۰۱۲ ع ، ۱۸۸ م)

 سره ځمکه: د نارامۍ او ناقرارۍ مفهوم ښندي، سره ورځ: بیړه، ناقراري، سور کفر: بده ورځ، لوړ قیمت، ناروا، ظلم، سور کافر: سور ترکیبي تاکیدي نوم دی، د ظالم لپاره کارېږي.

(مخ): په ختیځ فرهنګ کې د رنګ پېژندنې یو توکی مخ دی، د دې لامل  دا دی چې په پښتني ټولنه کې د انسان د بدن نور غړي پټ وي، یوازې مخ  ښکاره وي. نو دوی یو بل له مخه ښه پېژني، مخ بیا رنګه راجوتېږي. رنګ د انسان د مخ څرګندونه کوي، شخصیت هم د مخ له  رنګونو راڅرګندېږي.

 مخ یې سور شو، مخ دې سور دی، مخ یې تک تور شو، سور مخی، تور مخی، سپین مخی، سپین مخ او… رنګونه دلته د انسان د مخ بېلا بېلې خواوې راښيي، دلته مخ د کل په توګه ذکر شوی، د مخ رنګونه بېلابېلې ماناوې او مفاهیم وړاندې کوي.

کله چې مخ پټ شو یوازې سترګې لوڅې شوې، نو سترګې هم د شخصیت پېژندني یوه هنداره شوه. دغه پېژندنه هم له رنګه کېږي. تورې سترګې، تور سترګی، سرې سترګې، سور سترګی، شنې سترګې، شین سترګی، سپینې سترګې، سپین سترګی او… هغه ترکیبي نومونه دي چې د انسان بېلا بېل حالات او وضیعت راښيي.

(سور کمیس): سور کمیس یو کیفي او راښکونکی اغېز دی. د کمیس راښکون په سره رنګ کې دی، سور رنګ روښانه، جذاب، شوخ او ګرم دی. په پښتني ټولنه په تېره کلیو او بانډو کې دغه روښانه رنګ په فولکلوري روایاتو کې  وینو:

د سور کمیسې جنۍ وروره

اوښی مې نه یې چې په شا دې ګرځومه

ــــ

سور کمیس دې کړی جنۍ ما به لېونی کړې

ــ

بيا يې واغوست سور، كميس پټې پټې

باندې زلفې څنډوي لټې لټې/د خوشال کلیات،  ۳۳۰

سور قمیص دې جوړ کړی هو انجلۍ پر ماځکر، د لوړ مالوړ کړی

هلته به نجلۍ یې که د دا قمیص بې خپله یاره زوړ کړی (عارف، سید خیرمحمد، د اتڼ نارې( څېړنه او پلټنه)، ۲۰۰۵ع، ۱۱۳م)

(سره غرمه) : ټکنده غرمه ښيي، سره غرمه یو داسې سمبولي تصویر او تخییل لري چې له بېلابېلو ځایو نه بېلابېلې بڼې ښيي. سره غرمه په پښتني کولتور کې د لېونو د ګرځېدو مهال ښودل کېږي، یوه محاوره لرو: لېونی به وي چې په سرو غرمو ګرځي.

سره ځمکه د نا ارامۍ مفهوم ښندي، پښتو کې وایو ځمکه یې راباندې سره کړه، یا ځمکه راباندې سره شوه. دلته سره کول یا سره ناارمي او ناقراري ښيي.

سره شوه، دلته سره کیدل د غوسې او قهر مفهوم ښندي. سور سور کیدل، په قهر او جوش راتلل ښيي،

د حمزه بابا یوه مسره ده

نن چې تکه سره نشوې دا څه څل دی؟

سره اننګي د اننګیو لپاره یو صفت دی، سره اننګي د ځوانۍ د جوش او محبت څرګندول دي.

سور خولي یا سره خولي هغه چې لا د ځوانۍ جوش ته نه وي رسیدلي .

(سور اوښتل، سور سور کېدل) دا هغه ګړنې دي چې د انسان غوسه او پارېدلی حالت ښيي. د یوهن ګایډي د نظر پر بنسټ دغه رنګ د ډېرې انرژۍ او راښکونکي انسان څېره ښيي. دلته د انسان احساسات را څرګندېږي. د احساساتو په څرګندېدو سره د انسان دروني جذبه راپارېږي او غوسه کېږي:

نو هغه پښ باندې ور سور شو، په غضب یې ویل:

د څومره پاک ځای سپکاوی دې بې ادبه وکړ…( درانی، دروېش، څراغ پسې څراغ، ۲۰۱۸ع، ۸۱م)

سترګې سرې کول: ( په قهرېدل، په غوسه کېدل، ګواښل، ویشتل …)

ورک دې کړم دلبره چې دې سترګې په ماسرې کړې

ستا له خوله چې خیاله و رقیب سره یاري که

قلندر، ۱۱۲م

سترګه سره کېدل : ( نښه کېدل، پارېدل، قهرېدل، داډمنېدل)

رنګ د حنا او باده له تاکه

سترګه یې سره او پنجه بېباکه

کاظم خان شیدا

(وفا، احسان الله، د پښتودېواني ادب ګړنې، ۱۳۹۹ل، ۶۹، ۱۰۰مخونه)

سور اور پورې کول: ـ

(۱)ختمول ،(۲)خوارول ،(۳) په تکلیف کول

څو یو مې خوی د خټګر نور کړ

زما په نقش يې پورې سور اور کړ

ارمغان خوشال، ۱۴۲ مخ

سور اور کېدل:ـ

(۱) مصیبت کیدل ،(۲) غم کیدل

خپله مېنه په عاشق باندې سور اور شوه

چې پرې سېزې خبردار باندې خدا دې

ارمغان خوشال، ۶۶۶

سور کټ سور اورکېدل

(۱) بې ارامه کیدل ،(۲) په تکلیف کیدل

د فراق په شپه سور کټ پر ما سور اور شو

یو زمان مې باندې نه لګي اړخونه

د خوشال ادبي پښتو، ۱۹۳مخ

سور لال په مس کې سازول: ـ

(۱) چپ کار کول،(۲)خرابول

کله هسې کار اغاز کا

چې سور لال په مس کې ساز کا

اخلاقنامه، کلیات، ۷۷۵مخ

(عامر، عبدالکریم ، محاورات خوشال ، ۲۰۱۲ ع ، ۱۵۱ م)

دا سې نورې بېلګې هم پيدا کولی شو چې په یوې ژبه کې د سره رنګ ترکیبي جوړښت را ښيي او بېلا بېل مفاهیم ښندي، خو د ادب په دنیا کې سور رنګ په تخیل کې د راښکون لپاره کاریږي.  لکه په لاندې شعر کې:

سره رڼا: سره رڼا د کیفیت او راښکون لپاره ده. دلته رڼا له شرابو رنګ اخستی، دغه سور رنګ د مستۍ او راښکون جذبه لري.

سرو لمبو: لمبې خپله سرې دي، خو د شاعر تاکید په سره رنګ پر دې دی چې هلته د سخت کنګل پر وړاندې د سره کمیس احساسات او جذبات ښکاره کوي.

هغه

له شرابو بهیدلې سرې رڼا په شانې ناڅي

سرو لمبو ورته کمیس

له سره کنګله و اوبلی

یا دا ټپه چې:

د هجر سرو لمبو کې ګېر یم

د هغو هېر یم چې څوک زه ډېر یادومه

دلته د (سرو) ستاینوم د لمبو زیات شور او راښکون ښيي.

سور پیزوان ، سره نتکۍ ، سرې شونډې ، دا هغه څه دي چې د رنګ په څرګندولو او تاکید سره ښکلا نوره هم را برسېره کوي. په دغو توصیفي ترکیبونو کې د لوستونکي ذهن له متضادو شیانو او رنګونو نه د سره رنګ ارزښت را ښيي. ځکه څیزونه په متضادو بڼو کې لا ښه را څرګندېږي.

بېګاه مې مړ په خوب لیدلې

سهار مې سرو شونډو پتري نیولي وونه

(سرې شونډې) په دغه توصیفي ترکیب کې سور رنګ د خوښۍ، هوس پارولو او پام رااړولو اغېز ښندي.

ته غږیږه !

ته چی خبرې کوې

دا ستا له غږه د انارو تکې سرې سرې خوشبویانې پورته کیږي

ته چې خبرې کوې

د شیرین غږ په رنګه مَوج دې شاه پرک غواړي ویده شي .

سړی غواړي کلماتو نه دې غټه مړۍ واخلی

ته چی خبرې کوې

یو د سلګونو کلو وږی

د غنمو په عطرونو کې بیهوش شي

او د دوه تیږو له منځه

د پیروتو شنه لاسونه را اوږده شي

نو غږیږه او غږیږه

ترهغې پورې غږیږه

ترهغې دې چې زه ښکلي باڼه شمارم

په دغه نظم کې ( سرې سرې خوشبویانې) هغه ستاینومیز ترکیب دی چې د شونډو او زړه له غږه یې رنګ اخستی دی، دغه رنګ د یوې راښکونې جذبې وړانګې سترګو ته مخامخوي چې خوشبویانې یې یو کیفیت او راښکون لري، شاعر د زړه د غږ کیفیت د شونډو په رنګ کې څرګند کړی دی، دغه رنګ پارونکی، اغېزناک او اغېزمن دی.

چې و سړی نو هم رقیب و د یار څنګ نېولی

چې شو اغزی نو هم د سره ګل په بغل کې ناست دی (درانی، دروېش ، په کاڼي کې هنداره، ۲۰۱۸ ع، ۲۷ م)

—————————————————————

توره به یې وي مګر په سرو وینو به سره نه وي

نه به په دې ځای کې په دا رنګه بنده نه وي (درانی، دروېش ، په کاڼي کې هنداره، ۲۰۱۸ ع، ۶۷ م)

په دې بیت کې د تورې ارزښت او بریا په سره رنګ کې ده، د تورې سور مخ د بریا نښه ده، دلته توره تر بریا نه ده رسېدلې، ځکه چې د شاعر د وینا له مخې په وینو سره شوې نه ده. سره توره د بریا یا ګټې سېمبول دی.

الوځي لور په لور زخمونه او دروېش وايي دا

خدایه د دې وطنه ته دا سره مرغان وباسې (درانی، دروېش ، په کاڼي کې هنداره، ۲۰۱۸ ع، ۷۵ م)

په دې بیت کې آغېز، راښکون او د دوه توکو ترمنځ ګډ صفت یا وجه شبه سور رنګ دی. سور رنګ مرغان او زخمونه سره تشبېه کړي دي. زخمونو ته یې د مرغانو په څېر وزرونه ورکړي دي، سره مرغان د شاعر د هنري تجربې له مخې سمبول دی چې موخه ترې د ده پر ټاټوبي د سرو (روسي) یرغلګرو برید دی. سره مرغان  له مذهبي لیده له سرو کفارو سره تشبېه شوي دي، دغه سره کفار روس ښيي.

خوشال بابا وايي:

سور پيزوان دې په زرګر نوى سنوار يا

 بيا د زړونو ازار اخلې پار يا پار يا/کلیات، ۱۴م

خرخشې دې لكه وې په هغه شان دي

فتنه ګر دې سور پيزوان دى، لكه و/کلیات، ۱۴۸

چې تر اور تر اوبو ووځي، هاله ورشي

سور پېزوان د شاه د پوزې تر سوراخه/کلیات،  ۱۶۲

يو سوركې پېزوان په پوزه

 وربلوټى يو څو تاره/ کلیات، ۱۶۶

د فراق په شپه سور كټ په ما سور اور شي

يو زمان مې باندې نه لګي اړخونه/کلیات، ۱۹۰

چې له ښكاره به په خيال راتلم و كور ته

سور به تل زما فتراك و وار و تېر شو/کلیات، ۱۵۱

خپله مينه په عاشق باندې سور اور شوه

چې پرې سيزي، خبردار باندې خدا دى/کلیات، ۲۵۶

كله سر په سينه ومنډي، شيژ ګى شي

كله سر موړي د مار لكه سور بوڼي/کلیات،  ۲۸۱

درسته شپه مې تېره په فرياد او په نارو كړه

شپه يې د هجران وه سور پالنګ په ما سور اور شي/کلیات،  ۲۸۲

تېغ پرې سور مكړه خوشحاله!

چې لايق دي د څوباړي/کلیات، ۲۸۸

ږغ يې لا په درست جهان د بد كاريه

سور بيرغ د چټكۍ پورې په لكړې/کلیات،  ۳۲۱

په خيال خيال يې ترپوي، بدۍ ومه خوره

د منډيل شملې پرې ايښې سور د خنګې/کلیات،  ۳۲۴

سرې سترګې: د سترګو سوروالی څو مفهومه لري:

یو: سرې سترګې ګرځېدل: ډاډینه او جرات ورکول دي.

دوه: سرې سترګې: د ژړلو مفهوم ښندي

درې: د خوني، زورور او… مفهوم ښندي

څلور: ژړا ښيي.

سترګې دې سرې ډېر دې ژړلي

تا ته د کور کاپرو څه ویلي دینه

په دې ټپه کې سرې سترګې د ژړا ښودل دي.

… هغه زما وخوا ته سرې سترګې را واړولې

ویل یې: پرې یې ږده چې ښه یې په آرامه وخوري

په دې ومېوو کې چې خواږه دي که هغه ورګډ شي

نو په دده د وجود وینه شي له خونده ډکه

اوس هم خوږه ده خو که نوره شي له قنده ډکه

( درانی، دروېش، څراغ پسې څراغ، ۲۰۱۸ع، ۶۳م)

په دې نظم کې سرې سترګې  د زړور او بریالي مفهوم ښندي .

درې: سور سترګی: زړور

که پیدا شي په وطن کې یو سور سترګې پښتون هسې

( سره لاسونه) د خوښۍ ، ښادۍ، بریالیتوب، فتحې او… نښه ده.

درتلم دیدن دپاره غماز کړم بند په لاره

زیارت ته لاړ شه سره لاسونه په ښېرو کېده

قدم ورو ورو کېده … نعیم جان

(سره لاسونه) نکریزې ښيي چې د یو دود له مخې یې خلک  په خوښیو کې په لاسونو ږدي. سره لاسونه د وصلت لپاره دي، پر زیارت د سرو لاسونو  ایښوده، د بدې دعا یا ښېرا اغېز ښندل دي. دلته له لاسونو نه په ستاینوم (سرو) کې اغېز زیات دی. ستاینوم دی چې لاسونو ته یې اغېزناکه او اغېز ښندونکې  ژبه او حرکت ورکړی دی.

چې ساه مې وځي را نږدې شه

په دواړو سترګو راته کېږده سره لاسونه

په دې ټپه کې د اشنا په نکریزو سره لاسونه ښودل شوي دي چې د خوښۍ او وصلت مفهوم ښندي.

سربازه جنګ ته لاړې چې د پلار کسات دې واخلې

په سرو لاسونو راغلې له بورجله ستړی مه شې ( شریف، جنید، سرتوره ابیقوره، ۱۳۹۹ل، ۴۲م)

په دې بیت کې سره لاسونه د تورې، فتحې، ګټې او بریا مفهوم ښندي.

په یوې کږنه کې له سرو لاسونو دا انګېرنه ده:

 ماشومې له په نکریزه پښې لاس سره کول

د غېږې ماشومې له چې عمر یې د یو کال نه کم وي، که څوک پښې لاسونه په نکریزه سره کړي، نو په هغه ماشومې به پیریان میېن شي او بیا به پیریان دغه ماشومه په عذابوي. ( علي خېل دریاب، ډاکتر بادشاه روم، پښتانه او توهمات (کږنې انګېرنې)،۱۵۵م)

سور د قتل او قاتل انځور هم باسي.

لاسونه یې بیا په وینو سره دي

پلار یې قصاب دی عاشقان حلالوینه

په وینو سره لاسونه راغله

بیا یې د چا په لړمانه منډلي دي

ــــ

مه بیا دلته کط د چا لستوڼی سور شه

مه یې وڅڅېږه وینه له خنجره ( درانی، دروېش، کر دګلو، ۲۰۱۸ع، ۷۰م)

رنګونه او اغېز یې / ل ـ ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب