۲ ـ د رنګ ډولونه
رنګونه د یو خېل، قبیلې، قوم او په لویه کې د یوه ملت، عیني او ذهني تجربې او فرهنګ راښيي. رنګونه بېلابېل ډولونه لري، ځینې یې یوازې د یوې ټولنې د وګړیو ذهني دنیا او ذوق راښيي، ځینې بیا ټولمنلي او دود شوي دي چې هغه له عیني یا بهرني وجوده را پېژندل کېږي. د رنګونو کارونه او انځورونه بیا د هر انسان له ذوقه خړوبېږي، د رنګونو د نومونې په برخه کې هر قوم او ملت د خپل عیني او ذهني چاپيریال پر بنست نومونه کړې ده.
د پښتنو په عیني او ذهني چاپېریال کې ځینو رنګونو خپلې اصلي او ګډوله رڼې، تتې او تیاره وړانګې نه دی خپرې کړي، پر همدې بنسټ دوی له نورو فرهنګونو او ټولنو سره د اړیکو له مخې دغه رنګونه ژباړلي دي. په ټوله کې رنګونه د انساني فرهنګ استازیتوب کوي، دغه تجربې ګډېږي، پولې نړوي او ذوق روزي. دودیز او عام رنګونه چې شمېر یې اوه ښودل شوی دی، په ټولو فرهنګونو کې شته، خو هغه رنګونه چې د طبیعت د توکیو او ذهني دنیا د تجربو له مخې د رنګونو له ترکیبه رامنځته شوي دي، هغه د یوې ټولنې ځانګړی ذهنیت او ذوق ښيي. دغه ځانګړی ذهنیت او ذوق ورو ورو پراخېږي او خپلې وړانګې د دنیا ګوټ ګوټ ته رسوي.
د انسانانو ترمنځ ګډ جوهر انسانیت دی، انسانیت پېژندنې یوه سرچینه هم رنګونه، د هغوی ټاکنه او کارونه ده.
نو: (( … د پښتو ژبو په طبیعي و ټولنیز ماحول کي چي کوم رنگونه موجود ول، هغو ته نومونه ایښوول سوي دي. د نوو موادو او نوو رنگو (جامو) په راتگ سره ئې د نومو په ایښوولو کي له نورو ژبو څخه هم مرسته اخیستې ده. دا کار بیخي طبیعي او نارمل پېښه ده. نه عیب دئ نه پېغور. ټولي ژبي دغه راز پېښي لري. که مو د رنگو په نومو کي د هغو په پلار و نیکه پسې سرگرځاوه، ژبه به ډېره راڅخه محدوده سوې وي. د مثال په توگه موږ یو رنگ ته لیمویي وایو، بل ته بنوشیي (بنفشیی) وایو، بل ته زمرتي وایو ، بل ته لاجوردي وایو، بل ته یاکوتي (یاقوتي) وایو،… او ځیني پښتانه به د پارسي لغتو خیال پر وکړي. نو که دې رنگو ته موږ پښتو نوم پلټو، باید لومړی (لیمو، بنفشې، زمرت، لاجورد، یاقوت،….) ته پښتو نومونه جوړ کړو او دا خو هغه مینه ده چی پای ئې لېونتوب ته رسېږی…)) (هوتک، محمد معصوم، کچکلونه ـ دویم ټوک، ۲۰۲۳ع، ۹۶م)
۲ ـ ۱: رنګونه د طبیعی والي او مصنوعیت له مخې
په لویه کې رنګونه په طبعي (مجرد یا اصلي) او مصنوعي یا ترکیبي ډولونو وېشل کېږي.
طبیعي رنګونه هغه رنګونه دي چې د بهرنۍ دنیا یا محسوس چاپیریال له مخې په طبیعي بڼه رامنځته شوي وي. لکه: سور، زېړ، زرغون، سپین، تور، ابي. له دې یو څپیزو نومونو سره (تک) د تاکید په خاطر هم کارېږي چې د رنګ هغه طبیعي والی لا وښيي.
مصنوعي یا ترکیبي هغه رنګونه دي چې هغه د انسان د ذهني او طبیعي چاپیریال ته د کتلو او تجربو له مخې رامنځته شوي وي، لکه توربخن، سپین بخن، زېړبخن، سوربخن، شین بخن یا د څیزونو په څېرو کې ځان راښيي چې د څیز بڼې ته په کتو او نسبت یې نومونه کېږي. لکه ګلابي، شېرچايي، نرګسي، نارنجي، لېمويي، طلايي، کریمي، نخودي، فولادي، خرمايي، بانجاني او…
معصوم هوتک یې بیا په مجرد او نسبتي نومونو یادوي. ((… زه د رنگو نومونه پر دوو برخو ویشم، یوې برخي ته ئې مجرد رنگونه وایم او دا هغه رنگونه دي چي د اطلاق مشخصه زمینه ئې موږ ته نه ده رامعلومه لکه سور، ژیړ، تور، سپین، شین، زرغون او بله برخه ئې نسبتي رنگونه دي چي نسبت ئې و یوه ټاکلي شي ته سوی وي، لکه بانجڼي، خورمایي، نارنجي او نور.
د رنگو ماهران ئې بیا پر اصلي او ترکیبي رنگو باندي ویشي. اصلي رنگونه شین، سور، ژړ دي. د سور او ژړ له ترکیبه څخه نارنجي جوړېږي او له ژړ او شین څخه زرغون لاس ته راځي، ….)) (هوتک، محمد معصوم، کچکلونه ـ دویم ټوک، ۲۰۲۳ع، ۹۶م)
۲ ـ ۲: رنګونه د ځلېدو، ترکیب او امواجو له مخې په څو ډولونو وېشل کېږي:
۲ ـ ۲ـ۱: د ځلېدو او ترکیب له مخې:
رنګ د ځلا، برېښ او ترکیب له مخې په لویه کې روښانه، تته او تیاره بڼه لري.
روښانه بڼه د تیارې بڼې په څېره کې او تیاره بیا د روښانې بڼې په څېره کې ګورو؛ تت د روښانه او تیاره رنګ ګډوله ده. ګډوله رنګونه د انسان طبع جوړوي، ځکه په دغو رنګونو کې بېلابېل کیفیتونه نغښتي وي.
۲ ـ۲ـ ۱ـ ۱: روښانه رنګونه
هغه رنګونه دي چې ځلېدونکې او ځانګړې بڼه ولري، ترکیبي نه وي، لکه سور، سپين او زېړ.
۲ ـ ۲ـ۱ـ ۲: تیاره رنګونه
هغه رنګونه دي چې ډېر ځلېدونکي او ترکیبي نه وي، لکه زرغون او تور.
۲ ـ۲ ـ ۱ـ ۳: تت ، ترکیبي یا نسبتي رنګونه
تت، ترکیبي یا نسبتي هغه رنګونه دي چې له دوو یا څو رنګونو څخه بڼه مومي، یا یې نسبت یوه څیز ته شوی وي.
دغه رنګونه د څیزونو یا توکیو په څېرو کې ننداره کوو. لکه ګلابي، نقره يي، کریمي، نخودي، سرمه يي، نارنجي، شېرچايي، نسواري او … ددغو رنګونو نومونه هم د څيزونو د څېرو له مخې کېږي. دلته هر څیز د رنګ له اغېزه د ( ي) په واسطه په ستانومیز نسبتي نوم اوړي.
له همدې بڼو په ټولیز ډول شاو خوا شل ډوله رنګونه پيژندل شوي، په دوی کې څرګند رنګونه اوه او ځینو بیا شپږ (سور، زېړ، اسماني، نارنجيو زرغون او بنقشي) ښودلي دي، دا نور يې څه ترکیبي او څه هم د څیزونو بڼو ته په کتو را څرګندېږي.
په اسلام کې اوه رنګونه (سپين، سور، تور، زېړ، زرغون او اسماني) بنسټیز ګڼل شوي چې : ((په دې کې یې ځینې رنګونه ډېر شوخ او ګرم دي لکه سور او ژېړ او ځینې یې بیا ساړي دي لکه زرغون (شین) او سپین رنګونه
له دې رنګونو څخه نږدې اووه سوه نور رنګونه راوځي او کله چې له دې رنګونو څخه کوم یو له بل سره ډېر ګډ شي نو دا رنګونه تولیدوي، د بېلګې په توګه
ـ کله چې سور رنګ له ژېړ رنګ سره ګډ شي نو نارنجي رنګ ترې جوړېږي.
ـ او کله چې سور رنګ له اسماني رنګ سره ګډ شي نو بنفشه رنګ ترې جوړېږي.
ـ او کله چې ژېړ رنګ له اسماني رنګ سره ګډ شي، نو زرغون یا شین رنګ تولیدوي
ـ او کله چې شین رنګ له سور رنګ سره ګډه شي، نو نسواري رنګ ترې راوځي او همداسې نور)) (السقاعید، ډاکتر محمد، د رنګونو رازونه، ۱۳۹۲ل، ۲۹م)
د دغو ټولو طبیعي، مصنوعي، نسبتي، روښانه، تت، تیاره، تودو او سړو رنګونو څخه چې شمېر یې اوه سوه ښودل شوی دی، د معصوم هوتک د څېړنې پر بنسټ په پښتنو کې دغه رنګونه یاد شوي دي : (( زه به دلته هغه رنگونه راوړم چي ما پخپله له پښتنو څخه اورېدلي دي او دوی ئې پخپلو ورځنیو محاورو کي کاروي، هڅه مي کړې ده چي انگرېزي نوم ئې هم ورته ولیکم خو د ټولو معادل مي و نه موندل:
سپین – (white)، تور – (black)، سور- (red)، ژړ، ژیړ – (yellow)، کایي ژړ – (light yellow)، اوم ژړ هم ورته وایي. شین – (blue)، برگ، ابي – شین (blue)، چوڼیا – (purple, eggplant)، نسواري – (brown)، د پزي د نسوارو په شان. پسته یي – (chartreuse green)، د پیستې په شان زرغون. نیلي – (baby blue)، نیلي وشمه ته په انگریزي (aqua) وایي. بور – (brown)، خړ – (desert sand)، ارغواني – د غاټول (ارغوان) په شان. لاجوردي – (blue)، ځیره یی – د ځیرې، زیرې په شان. زاپراني (زعفراني) – د زعفرانو په شان. سورمایي – (Prussian blue)، تېز شین. اناري – (red)، تېز سور، اناپي – (carmine)، اناپ (عُناب) د الوبالو په شان یو راز مېوه ده. اسماني – (light blue)، شین، نیلي، نارنجي – (orange)، شیرچایي – (pink)، ماشي – (olive)، خورمایي – د خورما (سنځلي؟) په شان. زنگالي – (azure)، سپېره – خړ، شُتري – (copper)، شوتلي – د شوتلو په شان، خوپ زرغون. سوندوري – (orange-red)، لاکي – نسواري، لاک یو راز کیمیاوي ماده ده. دوه شیان په پتلېځوي (کوشیر کوي). الواني – خوپ سور، کانډیالي – کانډیال یو راز خړ اغزن بوټی دئ. گلابي – (rose)، طلایي – (golden)، بانجڼي – (eggplant)، ټکیالی، لیمویي – (lime, lemon)، الماسي – (diamond)، اناري – تېز سور، د انارو په شان. بادامي، سنجتي ، بنوشیي (بنفشیی) – (purple)، پیازي – پیازي لال (لعل) یو راز غمي دي. جوزي – د جوز (غوزان) په شان. زمرتي (زمردي) – (jade)، شوتالویي – (peach)، سدپي (صدفي) – (silver)، پیروژه یي – فیروزه یي، ځگري – د اینې په شان، بدني – د انسان د بدن په شان، نخودي – د نخودو (چڼو) په شان. یشمي – اوم زرغون، یاکوتي (یاقوتي)، مرجاني – (amaranth)، غنم رنگه، شناوۍ (توروسپین).
دا لاندي رنگونه اوس نوي رواج سوي دي که عام سي د ژبي په گټه کار دئ:
کیریمي (خړوشمه سپین)، برگندي (اناپی وشمه)، نقره یي ( دسپینوزروپه شان)، بېژ (سپین وشمه)، پوجي (خړوشمه، عسکري).)) ( هوتک، محمد معصوم، کچکولونه، ۲۰۲۳ع، ۹۷م)
په دغو رنګونو کې ځینې رنګونه د کاڼو، بوټو، مېوو، څارویو، الوتونکیو او… څېرې ته په کتو ایښود شوي دي.
الله تعالی په ښکلا میېن دی، ټول کاینات یې په بېلابېلو رنګونو کې پيدا کړي دي، دغه رنګونه د بشر د ښکلاییز ذوق خړوبونې او ژوند لپاره دي، په هر رنګ کې یې د جلال او جمال ننداره کېږي. د یوه طاووس بڼه چې د رنګونو ټولګه ده ، د الله تعالی د جمال او جلال بېلګه کولی شوو.
رنګونه د طبیعت په نورو بېلابېلو توکیو کې ځان راڅرګندوي.
سور او زېړ د یوې کورنۍ روښانه رنګونه دي، پښتانه طلا ته سره زر وايي. طلا ژېړ رنګ لري، سپین هم له زېړسره ګډوي، سپین زر وايي. له غره سره د تور ستاینوم کاروي، تور د کاڼو او ځنګل له مخې کاروي. کاڼي ټول تور نه وي او ځنګل زرغون وي، خو څرنګه چې تور او زرغون د تیاره رنګ په کورنۍ کې راغلی دی، نو دلته دا دواړه سره ګډوي. تور غر ممکن د ځنګل او یا وچو تیږو غره ته وویل شي. وریځو ته هم د تور او سپین ستاینوم کارېږي، سپینه وریځ روښانه وي، د روڼوالي او روښنايۍ لامل یې سپين رنګ دی. توره ورېځ هم له رنګه پېژندل کېږي. متل دی چې: توره وېرول کوي، سپینه ورول کوي. توره ورېځ یوازې تورې لړې او تیارې راخپروي، دوکه کوونکې او وېرونکې وي، خو ورنده یا ورونکې نه وي، سپینه بیا روښانه، ډاګیزه او ورونکې وي.
د تور او سپين ترمنځ رابطه تشبیه جوړوي، شیدا وايي:
په سپین مخ یې تورې رلفې پیچ وتاب که
که هاله جلوه په نور کې د مهتاب که
په چمن چې د ښایست طبل نواز شي
د ګلونو رنګ پرواز لکه سرخاب که (کلیات/ ۱۱۱م)
پښتانه په خپلو خبرو، تخییل، تصویر او ویناوو کې تور، سور، سپین، زرغون، شین (ابي یا اسماني، زرغون)، زېړ او د څیزونو په څېرو کې تت ستاینومیز توصیفي رنګونه لکه نارنجي، ګلابي، طلايي، نسواري، بانجاني کاروي، نور نو یوازې د رنګ په توګه پېژني.
دوی دغه ستاینومیز ترکیبونه ډېر کاروي: تورې سترګې، تور باڼه، تورې زلفې، تورې جامې، سرې سترګې، سره لاسونه، سرې شونډې، سره اننګي، سور ګلاب، سور کمیس، سور سالو، سره ګلونه، سرې جامې، زېړاننګي، زېړګلونه، زېړه خوله، زېړۍ تبه، زېړ مازیګر ، زېړې جامې، سپین کالي، سپینه وینا، سپین خلک، سپين وښی، شین اسمان، شین کمیس، شین زړه او…
پخوانیو شاعرانو در، مرغلرې، یاقوت ، لعل، عتیق، مرجان او… څیزونه له رنګونو جوتول، دوی دغو څیزونو ته د ګرانښت او ارزښت تر څنګ د ښکلا له لیده هم کتل.
دلته دوه لیده دي: یو یې قیمت او بل یې ارزښت یا ښکلا ښيي.
د لیدونکي سترګې د هر څيز په لیدو کیفیت څښي او خوښوي يې، د هر څیز بازار د رنګ په کیفیت کې نغښتی دی.
د اپلاتون د وینا پر بنسټ چې د هر څیز تر شا یو حقیقت شته، د رنګونو ښکاره بڼې تر شا هم د یوه حقیقت ښکالو اورو.
د رنګ د څرګندې بڼې تر شا د هغه د کیفیت سپړنه تفکر غواړي. تفکر د رنګ په کیفیت سپړنې پسې هڅه ده، تعقل د رنګونو تفکیک کوي، تخیل او تصور یې تخييل او تصویر په راښکونکې، پارونکې او اغېزناکه ژبه وړاندې کوي.
مخ دې په سپین کې سرخي وايي
لکه خاصه چې په ګلاب وغوړوینه
دلته سپین د خاصې، سرخي د ګلاب په مخونو کې ځان راښيي، تر منځ یې ګډه وجه رنګونه او ښکلا ده، دا یوه تخيلي تجربه ده. دلته رنګونه په حسي کلمو یا څیزونو کې راښکاره شول، مخ په سپين کې سرخي ویل یو پاراډوکس دی چې ښکلا او ځلېده ښيي. دغه ښکلا او ځلېده بیا د څیزونو په تصویر کې تخييل شوي دي.
عقل او ذهن له رنګونو نه په علمي او فني تجربو کې کار اخلي، زړه د رنګونو په ټال زانګي او خیالي دنیا پرې ابادوي.
۲ ـ ۳: د امواجو او اغېز له مخې
د امواجو او اغېز له مخې رنګونه تاوده او ساړه ډولونه لري.
د رنګونو ګرمښت او سړښت پر سترګو اغېز ښندي، دغه اغېز ښندنه پر ذهن او زړه اغېز کوي چې له مخې د یو شخصیت خوی، خاصیت او مزاج څرګندېږي. هغه رنګونه چې فرېکونسي یا د امواجو سرعت یې ورو او ټیټ وي. هغو رنګونو ته په عادي ژبه کې تاوده رنګونه وايي او هغه رنګونه چې فرېکونسي یې لوړه ده، هغوی ته ساړه رنګونه وايي.
۲ ـ ۳ـ ۱: تاوده رنګونه
(تاوده رنګونه، لکه سور، نارنجي، زېړ) دشنه زرغونې په لاندنۍ یا بېخ طبقه کې واقع شوي. تاوده رنګونه د انسان په رواني برخو اغېزه کوي.
۲ ـ ۳ـ ۲: ساړه رنګونه
ساړه رنګونه د سړوالي او ارامۍ احساس را پیدا کوي، لکه آبي، سورمه يي او بانجاني رنګونه
ساړه رنګونه زموږ وجود او روح ته آرامتیا ورکوي او په وجود کې فزېکي فعالیتونه کموي.
۲ ـ ۳ـ ۳: سوړ تود رنګ
سوړ تود رنګ هغه رنګ دی چې نه د تودو او نه سړو رنګونو په قطار کې ګڼل کېږي، دغه رنګ زرغون دی چې د دواړو رنګونو په منځ کې ځای لري. زرغون رنګ د شنې زرغونې په منځ ( درې سړو او درې تودو رنګونو) کې ځای لري چې د سړو او تودو رنګونو تر منځ موازنه ساتي.
داسې هم ویلی شو چې دا درې لاندې رنګونه زموږ د بېواکه برخې (غیرشعوري) برخې سره اړیکي لري، یعنې دنننۍ یا داخلي دنیا او هم له نفساني برخې سره تړلې اړیکي لري، درې پورتني رنګونه (آبي، سورمه يي، بانجاني) زموږ د خپلواکې برخې (شعور) سره تړلي اړیکي لري.
د زېړ رنګ انرجي فرېکونسي نسبت سور او نارنجي ته زیاته ده، نو ځکه زېړ رنګ فزیکي فعالیت نسبت نارنجي او سور رنګ ته کم دی، البته د زرغون رنګ څخه یې فزيکي فعالیت زیات دی. ( ببرکزی ځدران، حبیب الله، د رنګونو نړۍ، ۲۰۱۰م، دانش خپرنځی، ۳۸م)