دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهحسن عباس: شمال ټلواله لا هم پاکستان سره په معاملو اخته ده

حسن عباس: شمال ټلواله لا هم پاکستان سره په معاملو اخته ده

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۱۴ )  د امریکا د دفاعي پوهنتون پاکستاني الاصله استاد او څېړونکي حسن عباس د طالبانو د بیا واک ته رسیدو په اړه خپل تازه خپور کړي کتاب کې له پاکستان سره د شمال ټلوالې له پټو معاملو هم پرده پورته کړې ده.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې د جمهوري نظام د سقوط په درشل کې د عطا محمد نور د زوی خالد نور په ګډون د شمال ټلوالې یو پلاوی پاکستان ته لاړ او د دغه هېواد د هغه مهالي صدراعظم عمران خان او د پوځ مشر سره یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د عباس د معلوماتو له مخې، دوی له عمران خان او پوځي مشر باجوه څخه غوښتي وو، چې د پاکستان په محوریت کې له جمهوري نظام څخه وروسته د جوړیدونکي طالب رژیم په اډانه کې دوی ته هم برخه ورکړي.

حسن عباس زیاتوي، چې د طالبانو ترڅنګ د شمال ټلوالې مشران هم پاکستان سره له پخوا ژورې اړیکې لري او تر اوسه دغو اړیکو ته دوام ورکوي.

نوموړي د امرالله صالح نوم په ښو ټکیو یاد کړ او ویې ویل، چې هغه یې له څرګندونو څخه مستثنا دی.

دغه پاکستاني لیکوال وویل، چې د طالب مشرانو ترڅنګ د شمال ټلوالې مشران هم پاکستان کې جایدادونه، شتمنۍ او نورې ګټې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د شمال ټلوالې مدافع رسنیو د حسن عباس د کتاب په حواله یوازې پاکستان ته د طالبانو د وفادارۍ اړخونه رسنیز کړي.

شنونکي باور لري، چې پاکستان او بل هر هېواد یوازې له افغان ملتپالو او مترقي لوریو سره ستونزه لري او دا لوري د کوم هېواد نیابتي موخو ته نه دي تسلیم شوي.

د دوی په نظر، نور ډېری لوري او خاصتاً افراطي اسلامي ډلې څه ښکاره او پټ د پاکستان او ایران په اشاره چلیږي او د افغانستان خلاف پروګرامونه عملي کوي.

2 COMMENTS

  1. کله چې غازی امان الله د انګریزانو په وړاندی خپل ولس د آزادی او خپلواکۍ اخیستلو په خاطر منسجم کړل او انګریزانو د افغان مجاهدینو له لوری ۳ ځلې ماته وخوړه نو بیا د همدی غازی په وړاندې د شمال څخه (حبیب الله کلکانی یعنی بچه سقاو) ملاتړ وکړ او غازی امان الله مجبور شو ترڅو پدی خاوره کې وینې تویی نشی له هیواد ووت، او هیواد یی همدی کلکانی ته پریښود چې همدا لاړۍ همداسې دوام وکړ کله چې سردار داود خان د ظاهر شاه په وړاندی کودتا وکړه ظاهر شاه خارج ته لاړ او داود خان په ګدي (قدرت ) کیناست نو کله چې له ۱۹۴۷ کال کې انګریزانو د خپلو استراتیژیکو ګټو لپاره په سیمه کې دوه هیوادونه پیدا کړی یو اسرایل په منځنې ختیځ کې او پاکستان یی په پورتنې کال کې د هند او افغانستان څخه ځینې سیمې بیلې کړی او پاکستان یی جوړ او ټولې چاری پخپله یعنې استخباراتی او نظامی او سیاسي فعالیت انګریزانو مخته وړل مګر کله چې افغانستان کې داود خان قدرت ته ورسید اود افغانستان د آبادۍ لپاره مټي راونغاړلی او غازی امان الله پلانونه یی تطبیقولو لپاره یی کار شروع نو پدی وخت کې هغه (۷ یا ۸) جنګې ډلی چې کابل یی بیا په کنډواله بدل کړ د مرحوم داود خان په وخت کې پاکستان ته لاړل یعنی په هغه وخت کې شوریان افغانستان ته نه راغلی چې دا جنګې ډلی اوس ولس ته وښایی چې هغه وخت کې خو روسان راغلی وو باید یادونه وشی چې د داود خان په وخت کې شوریان افغانستان ته نه وو راغلی مګر دوی پاکستان ته د هغه انګریزی قانون په افغانستان کې د پلی کیدو په خاطر تللی وو. چې راتلوونکې کې به ولس پوه شی او ځینو فیسبوکې ویډیو ګانو کې د پورتنیو جنګي ډلو په اړه جنرال حمید ګل او جنرال پرویز مشرف او نورو پاکستان سیاسیونو له وړاندی دا خبری کړی ده چې رسانی هم خبری دی.
    ځکه خو پآکستان په یوه تبلیغاتي پرده باندی لیکلي وو چې (جهاد افغانستان دفاع پاکستان)
    ځینې شمالی سیاستوال وایی چې مسعود، ربانی، دوستم ، عطامحمد او نور تنظیمی مشران د پاکستان مخالفین وو مګر دا ټول له انګریزانو، امریکا، او پاکستان سره نږدی اړیکی درلودی نه تنها له یادو سربیره له روسیی، ایران او سعودی سره یی هم اړیکی وی آن تر دی چې د مسعود اړیکی خو د فرانسی سره بیخي روښانه شوی چې زموږ خوږ پیغمبر محمد مصطفی (ص) کاریکاتور خپروی مګر د مسعود په نوم یوه لاره یا جاده جوړوی،
    داسی ویل کیږی چې تیر ځل د طالبانو په مزار کې دوستم له لوری چې ووژل شول پدی کې پاکستان جنرالانو له دوستم سره نږدی اړیکی وو یعنی ددغو طالبانو په وژلو کې د دوستم او پاکستان (پوځ او استخباراتو) همغږی وه
    راتلوونکې کې به ډیر داسی پټي خبری ولس واوری چې وایی به چې دغو کسانو خو ځانونه د اسلام ټیکه داران بلل مګر اوس دا ټول د امریکا، برتانیه، فرانسه ، پاکستان نږدی جاسوسان او ملګری راووتل، ولس ته پکار ده چې د وطن اصلی خدمتګاران وپیژنی
    د چا په شعار باندی مه غلطیږی ځکه شعار او عمل توپیر لری، څوک چې شعار غږوی هغه شان عمل نکوي

  2. تنظیمونه او طالب دوه بنې دي، منتهی پخوانی بنی څخه ډیر خواږه خاطرات موجود وي، او خدمات یی نه هیریږی، ځوانه بن بیا فعاله او چسته او ګرانه وی. نور فرق نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب