تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۱۴ ) د طالبانو رژیم د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې غونډې هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې افغان خاوره د ترهګرو ډلو له لوري کارول کیږي او د سیمې او نړۍ ثبات ګواښي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د یادې غونډې د پای پر مهال په یوه خبري غونډه کې د نورو ټکیو ترڅنګ دا موضوع بیان کړې او له طالب رژیم څخه په دې اړه د اندیښنو د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.
د طالبانو یو ویاند بلال کریمي بیا په دې اړه ویلي: دا څرګندونې او ادعاګانې چې کېږي، بې بنسټه او بې ځایه دي. باید هېڅ خوا د افغانستان د امنیت په هکله اندېښنه ولري.
له افغان خاورې د ترهګرو ډلو د استفادې اندیښنه لومړی ځل نه دی، چې مطرح کیږي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی د اصلي متحد پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ مختلفو هېوادونو او سازمانونو ورته اندیښنې ښودلي، خو طالبانو یو مخ د ټولو ادعاوې رد کړي او افغان خاوره یې خوندي ګڼلې ده.