چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد خوراکي توکیو د کیفیت معلومولو یو لابراتوار پرانیستل شو

د خوراکي توکیو د کیفیت معلومولو یو لابراتوار پرانیستل شو

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۱۴ )  د خوړو او درملو ملي ادارې په کندهار کې د خوراکي توکو د کیفیت معلومولو لابراتوار د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې د زونونو په کچه د یاد لابراتوار پرانیستل یوه پیلامه ده، دوی اراده لري، چې په نورو زونونو کې هم د خوړو او درملو د کیفیت معلومولو لابراتوارونه جوړ کړي.

په ورته مهال د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم رئیس عبدالباري عمر بيا وویل، چې د یاد لابراتوار پر جوړېدو تر ۲۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې په دې سره به د بې کیفیته خوراکي توکو مخه ونیول شي.

یاد شوی لابراتوار په داسې مهال پرانیستل شوی، چې د خوړو نړیوال سازمان لا هم افغانستان د غذایي امنیت له پلوه نا امنه هېواد بولي او دلیل یې د فقر ترڅنګ د بې کیفیته خوراکي توکیو واردول ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب