پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+چوپړا به کله واده وکړي؟

چوپړا به کله واده وکړي؟

داودجبارخیل

ممبۍ: د بالیووډ مشهورې اداکارې پرینیتي چوپړا او د عام آدمي ګوند مشر راګو چډا د کوژدې نیټه افشا شوه.
د پرینیتي چوپړا او راګوو چډا نږدې اړیکې له هغه وخت راهیسې جریان لري کله چې دواړه په لومړي ځل په یوه رستورانت کې په آرامه حالت کې سره ولیدل شول.

څو ورځې وړاندې هندي رسنیو ادعا کړې وه، چې دوی دواړو کوژده کړې او اوس یې د واده تیاریانې روانې دي. خو اوس یو ځل بیا ادعا کیږي چې کوژده به د همدې میاشتې په ۱۳مه ترسره شي.

د بالیووډ اداکارې یوه نږدې ملګري په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې کوژده به د مې په ۱۳ مه په نوي ډیلي کې ترسره شي، چې نږدې خپلوان او ځینې ملګري به پکې ګډون وکړي.

تېره میاشت هندي رسنیو ادعا وکړه چې د پرینیتي چوپړا د تره ، د نړۍ د مشهورې اداکارې پرینکا چوپړا به د اکتوبر په میاشت کې هند ته د یوه فلم فیسټیوال لپاره راشي او په همدې میاشت کې به واده وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب