یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه ۱۰۰ لکه افغانیو د ملا هبت الله جومات جوړ او پرانیستل...

په ۱۰۰ لکه افغانیو د ملا هبت الله جومات جوړ او پرانیستل شو

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۱۴ )  د کندهار ولایت مقام دننه، د ملا هبت الله اخند زاده په نوم یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې پر دغه جومات شاوخوا ۱۰۰ لکه افغانۍ لګښت شوی او پیسې یې د کندهار سوداګرو ورکړي دي.

طالب والي حاجي یوسف وفا په جومات کې، پر یوه وخت د څه باندې ۶۰۰ تنو د ګډ لمونځ د امکان خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې تر بل هر وخت اقتصادي او بشري ناورین زیات شوی او د خوړو نړیوال سازمان د هغو کسانو شمېر ۱۵ میلیونه تنه ښودلی، چې لوږې د مرګ عاجل خطر سره مخ کړي.

د طالبانو منتقدان دوی د جوماتونو او مدرسو په جوړولو کې په بېساري افراط تورنوي او وایي افغانستان پریمانه جوماتونه او مدرسې لري، خو طالب چارواکي د خپلو افراطي پریکړو له لاسه د وږو کړو خلکو د بیرته مړولو پر ځای په نمایشي دیني کړنو اخته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب