پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهچین: طالبان دې د ګاونډیانو امنیتي اندیښنې جدي وګڼي

چین: طالبان دې د ګاونډیانو امنیتي اندیښنې جدي وګڼي

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۸ ) د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له واکمن رژیم څخه غوښتي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

وزیر کانګ اسلام اباد ته له طالب خارجه وزیر ملا متقي او پاکستاني سیال سره له ګډې غونډې وروسته په خبري ناسته کې وویل:«دا مهمه ده، چې طالبان د خپلو ګاونډيو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او په افغانستان ګې له بېلابېلو ترهګرو ځواکونو سره د مبارزې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.»

د طالبانو د رژیم د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«چا ته اجازه نشته، نه کومې ډلې او عنصر ته چې د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښي. نو نور هېوادونه د افغانستان له خاورې باید اندېښنه ونه‌لري.»

چین په مشخص ډول، ادعا لري چې د ختیځ ترکستان وسله واله ډله په افغانستان کې د دغه هېواد خلاف خپل فعالیتونه تنظیموي.

د طالبانو رژیم بیا په دې اړه د ټولو هېوادونو اندیښنې ردوي او وایي افغان خاوره د هیڅ کوم هېواد خلاف د کومې ډلې له لوري نه کارول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب