پر فېسباکه مې ولوستل چې د ډاکټر تېروتنه تر ځمکه لاندې کېږي، د انجنیر پر ځمکه راپرېوزي او د ښوونکي بیا پر ځمکه ګرځي او نړۍ تباه کوي.
د ښوونکي په مسولیت ټول پوهېږي، خو دومره دروند مسولیت لرونکی انسان باید همداسې خوار او ذلیل وي؟
خبره یوازې د ښوونکي په خوارۍ او ذلالت پورې نه ده تړلې، بلکې اصلي خبره د ښوونکي له مقررۍ پیلېږي. تر ننه مې نه دي اورېدلي چې یو څوک دې په شوق او خپل ذوق د ښوونکي دنده ټاکلې وي او اراده یې دې د ملت د خوارو بچیانو روزنه وي.
زه چې په ښوونځي کې وم د ساینسي مضامینو استاد مو نه درلود، مدیر بېچاره مو ډېرې ستړیاوې پسې تېرې کړې پیدا نه شو. بالاخره یو چا ژمنه ورکړې وه، چې که زوی یې کانکور کې ناکامه شي بیا زموږ په ښوونځي کې به د ساینسي مضامینو استاد شي. د ښوونځي داسې ډېرې کیسې مې په یاد دي، چې له موسساتو پاتې، د کانکور او نورو بستونو د ناکامو وروستۍ ټاکنه به ښوونځی و او په پوره ريښتینولۍ(!) به یې د راتلونکي نسل روزلو ته اوږه ورکوله.
له پوهنتون چې فارغ شوم خپله په یوه لرې پرته سیمه کې ښوونکی شوم. په ازموینه کې نه چا د مسلک پوښتنه وکړه، نه د شخصیت او نه نورو ته د پوهې په لېږدولو کې زما د وړتیا. خیر داسې ځای نه و چې مسلکي خلک دې ورشي او یا دې یو لېسانس هلته ښوونکی شي.
په یوه لېرې پرته سیمه کې لېسانس باید جمیع الکملات وي او خارق العاده کارونه وکړای شي. زه او یو څو نور ملګري مې چې تقریباً ډېری یې له پښتو ادبیاتو فارغ و، په داسې مضامینو کې استادان شوو، چې له ښوونځي وروسته مو لیدلي لا نه وو. دا به نو زه ځان نه سپینوم چې څومره ستړیاوې مو تېرې کړې او د دې خوار ملت د راتلونکي نسل په روزنه کې مو څومره مثبت رول درلود؟
موږ خو ښه وو لېسانس و لږ تر لږه په داسې ځای کې مو استادي کوله، چې په ټوله سیمه کې لېسانس نه و او ښوونکي یې خپله لا د ډېر زړه سوي وړ وو. دومره یو څه خو به مو ورښودلي وي، چې یوه ورځ مو په ښو یاد کړي.
همدلته یو وخت هیئت راغی او د دې سیمې له یوه ښوونکي یې پوښتنه وکړه، چې ولې استادي کوي؟ یار په نغده او جرئت ورته وویل، چې بل کار نشته.
ته او خدای چې د ښوونکي دنده دومره پرېوتې او خواره شي، تېروتنه به یې په نسلونو نسلونو جبران شي؟
یا که زما دویم او درېیم انتخاب استادي وي، دومره دروند مسولیت به څرنګه پورته کوم؟ زدهکوونکی به له ما څه زدهکړي؟ همدا زدهکوونکي که فرضاً بېرته ښوونکي شي، نوی نسل به څرنګه او په کومه روحیه وروزي؟ دا زما ناوړه کښت به بېرته زما تر اولادونو نه را ونه رسېږي؟ یو نسل او یو هېواد به تباه نه شي؟ اندازه لګوه چې لږ موده وروسته به له کوم حالت سره لاس او ګرېوان وو.
د ښوونکي د امتیازاتو لپاره تل فیسبوکي مبارزه روانه وي، خو زه وایم چې د هر څه تر مخه یې باید مسلکيتوب، ژمنتیا او شخصیت ته پاملرنه وشي او داسې څوک وټاکل شي، چې دې ستر ایماني او وجداني مسولیت ته اوږه ورکړای شي. وروسته یې بیا په مناسبو امتیازاتو فکر وشي.
افغانستان کې له بده مرغه لوی او ستر مسولیتونه هغو چاته ور ترغاړه کېږي، چې نه یې توان لري او نه وړتیا. که یې وړتیا ولري بیا امتیاز نه ورکول کېږي.
دا یې ښوونکی ښه مسلکي په دومره معاش ګوزاره کېږي؟ وړ او مسلکي سړی به د موسساتو او نورو لوړ دندو پر ځای دې دروند بار ته اوږه ورکړي؟ معلومه خبره ده، چې لوستي بېکاره انسان ته استادي له بېکارۍ د ځان ژغورلو وسیله ښکاري، مسولیت نه.
په چا به چې دومره حساب کېده او یا به د یوه نسل روزنه ور په غاړه کېده، لومړی به یې په ټاکنه کې له غور کار اخیستل کېده، د ښې روزنې لارې چارې به ورښودل کېدې او بیا به یې په معاش او اسانتیاوو فکر کېده.
په کلیو او لرې پرتو سیمو کې حیواناتو ته په ډېرو شرایطو شپون نیول کېږي، بیا د کار وخت او د څرولو سیمه او طرز ورښودل کېږي او حتا په پای کې پوښتنه هم پسې کېږي. ته او خدای د ښوونځي په دومره شرایطو پسې څوک ګرځېدلي؟ د ښوونکي په ټاکنه کې دومره دقت شوی؟ یوه ورځ چا په ښوونځي کې د اولاد د روزونکي او زدهکړو پوښتنه کړې؟
دا بیا بېخي د غور وړ ده، چې د ښوونکي مسولیت دې زیات وي او مقام یې دې تر هر چا خوار او سپک.
که د استادۍ دندې ته د ارزښت په سترګه ونه کتل شي او همداسې خواره پاتې شي، یوازې ناپوهان به مو لیک او لوست زدهکړي، جهالت به جهالت پاتې شي او حالت به مو یوم البدتر.
وماعلینا الاالبلاغ