تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۸ ) د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبو له بېساري کمښت څخه شکایت لري.
دوی وایي په سیمو کې یې د اوبو څاګانې وچې شوې او د څښاک د اوبو له جدي کموالي سره مخ دي.
د دوی په وینا، له یوې خوا له اقتصادی ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا مجبور دي د څښاک لپاره پاکې اوبه په پیسو وپېري.
د کابل اوسېدونکی باز محمد وایی: (( مخکې چې په کابل سیند کې اوبه وې، زموږ په څاه کې اووه مټرو کې اوبه وې، اوس اتیا یا نوی مټره اوبه ښکته تللي دي، موږ هېڅ اوبه نه لرو. د ټولو څاګانې وچې شوي دي.))
د اوبو رسونې شرکت لپاره د طالبانو د رژیم رئیس شفیعالله زاهدي وایي: (( کاریز پخوا له ۲۰۰۰ تر ۲۴۰۰ متر مکعبه اوبه ورکولې، خو اوس دغه اندازه له ۸۰۰ تر ۹۰۰ متر مکعب ته راټیټه شوې ده. د باران او واورو د کمېدو له امله د اوبو کچه راټیټه شوې ده.))
د اوبو او انرژۍ وزارت پر دې باور دی، چې په پلازمینه کې د نفوس ډېرېدل، تر ځمکې لاندې له اوبو ګټه اخیستنه او د اقلیم بدلون هغه لاملونه دي چې کابل ښار یې تر بل هر وخت د اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.
سرچینې د دغې ستونزې د حل لپاره د کوم پروګرام یادونه نه ده کړې.
نو د چړی صاحبانو خو غیر ددی چی خپل خدای ته بغاري وکړی، نور څه نه دی زده. ښځی یی په کور کښینولی، تحصیل کړی هیوادوال یی په ټولنه کی د هر ډول فعالیت څخه ګوښه کړی، په هره اداره کی ددوی بی مغزه چړیان مقرر شوی… په شته اوبو کی به زمونږ خلک د تندی ومری
هو ریښتیا، د “کافرانو” څخه د خیرات په غوښتلو کی یی مهارت ډیر دی، کیدی شی چی خوله یی بیا هغوی ته ورانه شی چی راشي په دی موضوع کی مو هم پرتوګ راټینګ کړئ…
د وطن کدرونه درپه در شول
څوک مسافر شول ، څوک مرګي خوړلي دینه