تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۸ ) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره سپینې او ښکاره – ښکاره خبرې کړي دي.
زرداري په خپله ټویټر پاڼه کې زیاتوي: “د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د مشرتابه په کچه د پرله پسې نظرونو د تبادلې پر اهمیت ټینګار وشو.”
د طالبانو پلاوی په څلور ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر، د پوځ له لوی درستیز او یو شمېر سیاسي څېرو سره یې کتلي دي.
د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه جوړه شوه چې په کې له کابل سره پر اقتصادي همکاریو په ځانګړي ډول ټینګار وشو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر چن ګانګ د طالبانو له خارجه وزیر سره له کتنې وروسته وویل چې د طالبانو رژیم باید په جدي توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په شمول د ترهګرو ډلو د ځپلو او د چینايي پرسونل او امنیت د ساتلو ضمانت وکړي.