تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۷ ) په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا کندهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د هېواد سیاسي نمایندګي یې به په افغانستان کې پاتې شي او هېواد به یې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د جاپان سفير د کندهار له يو شمېر اقتصادي فعالانو او سوداګرو سره د ليدني پر مهال د کابل او توکيو ترمنځ د ښو اړيکو پر مهال وويل: افغانستان د اسيا زړه دى او د نورو سکتورونو تر څنګ په دې برخه کي هم ډېر ارزښت لري.
هغه زیاته کړه: له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې جاپان ډېر مهم دی او له کابل سره همکارۍ ته لېوال دی.
توکیو د کابل لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه پروژو یو له مالي تمویل کوونکو څخه دی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له پروژو څخه د ښوونځیو، کلینیکونو، سرپناهونو د جوړولو او اړمنو ته د ژوندانه د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ملاتړ کوي او په تېرو دوو لسیزو کې د روغتیا په برخو کې، د ټولنیزو ستونزو حل، د کوچنیو پروژو جوړول او له افغانستان سره یې ډېره مرسته کړې ده.
جاپان تر دې مخکې هم د ګڼو نورو هېوادونو په شان افغانستان سره د مرستو ژمنې کړي، خو د څارونکو په باور په عملي برخه کې یې رول کمرنګه دی.
یار مې هندو زه مسلمان یم
د یار لپاره درمسال جارو کومه
د جاپان کور د ودان وی.
خبره د نیت ده او جاپان
د افغانستان په اړه هر وخت
د دنیا تر ټولو هیوادونو که کفری که اسلامی دی بهتره نیت لری.
څومره خدمت چه یو کاکا مراد کړۍ دۍ په دنیا کې به کوم هیواد نوی کړۍ.
هغه لا څه چه په کور د ننه به دا دومره شاهانو خلکیانو پرچمیانو بیا ملی قهرمانانو او مارشالانو نوی کړۍ ؟اخوندان خو همدا اوس په غوبل ورګډ شول.
کم به یې نه بولو
برګ سبز تحفه درویش