یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامربالمعروف وزارت کابل مېشتو ته؛ پر ښځو مو حجاب حتمي کړئ

امربالمعروف وزارت کابل مېشتو ته؛ پر ښځو مو حجاب حتمي کړئ

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۷ ) د طالبانو امربالمعروف وزارت کارکوونکو د کابل ښار د بېلابېلو سیمو له اوسیدونکو غوښتي، چې پر خپلو ښځو حجاب حتمي کړي.

یاد شوي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې محتسبینو یې خلکو ته ویلي: حجاب الهي غوښتنه ده، نه زموږ شخصي غوښتنه.

طالبانو نه دي ویلي، چې د دوی په مزاج د برابر حجاب د نه مراعت په صورت کې به دغو نارینه وو یا ښځینه وو سره څه ډول چلند کوي؟

دا په داسې حال کې  ده، چې تر دې مخکې له یو شمېر ولایتونو څخه د طالبانو د امر بالمعروف د کارکوونکو له لوري پر ښځو او نارینه وو د لاس پورته کولو خبرونه ورکړل شوي وو.

د طالبانو یاد شوی وزارت د دوی د رژیم له تر ټولو افراطي ادارو ګڼل کیږي.

5 COMMENTS

  1. کانګریس: ملګري ملتونه دې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو خلاف کلک ودریږي
    د تاند صفحی تیر خبر کې نشر شوی

  2. شف شف نه شفتالو.

    ډیر ښه او د ستایلو وړ اقدام دۍ.
    اسلامی امارت مکلف دۍ چه ټول اسلامی قوانین په نر او ښځې پلی کړی.
    مسلمانان پرې خوشحالیږی.
    چا ته چه حجاب سور نه نیوو هسې هم په کمپونو کښې د ژوند دwarranty په هیله شپې سبا کوی.
    او که کوم یو مدنی فعال یا فعاله پاتی وی زړه مه ورته خورۍ ځان ایارولۍ شی.
    ګنی د م م دفترونه لا شته کولۍ شی چه هلته خپله ګیله ګنکی وکړی او ځان د حجاب له نعمته محروم او د نړی په کوم یو بشردوستانه هیواد کښې ځان د ډیموکراسۍ غیږې ته ور حواله کړی.
    کم هیوادونه خو ندی د دوه باندې پنځوسو سره خو مو مستقیمه اړیکه موجوده وه.
    د یاد داشت په کتابچو کی به خامخا د کوم Tony پته موجوده وی چه خپل درد ورسره شریک کړی.

    • ای جاهله په ستا د نالت شي لا لدې اسلامه سره په خپله چې هر غول خورې نو په پردویو یې ولې عملې کوې ؟ هر څوک پوه شه خپل کار یې ستا یې په اسلام څه پاګله ؟؟ عرب پيسې در کوي چې داسې چټلی ورته کوې ؟؟او که اسلام یو استخبارتي کړۍ دی چې د سیاسي ګټو لباره اسعمالیږي !! هر ملک په داخل کې قوانین لري خو تاسو له باندې ګدایې کوۍ او اولس مو ګرو نیولی دی !!!

  3. امر بالمعروف یواځېنۍ اداره ده چې د ټالبانو قبرکیندلی شي . دوی د خوارجو په پیروي د افغانستان ولس د ټالبانو د افراطي کړنو په مقابل کې ښه آماده کولی شي .
    په اسلامي شریعت او مدني حقوقو کې دا نه دي راغلي ، چې خوارج دې د پردیو ښځو په شخصیت او حیثیت تعرض وکړي ، هغه د ووهي او یا اهانت ورته وکړي . ښوونځي او پوهنتونونه د وتړي او ولس دې په توره تیاره کې وساتي او د تداوي لپاره د پنجاب روغتونونو ته محتاج کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب