دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهروسیه: طالبان دې د ټول ګډونه حکومت جوړیدو ژمنې عملي کړي

روسیه: طالبان دې د ټول ګډونه حکومت جوړیدو ژمنې عملي کړي

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۷ ) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاوروف” وایي له طالب مشرانو تمه لري چې د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه چې سیاسي او قومي ډلې پکې ونډه ولري، خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان وضعیت بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

لاوروف وویل: “موږ د طالبانو له مشرانو تمه لرو چې د توکمیزو ډلو په برخه کې، بلکې د افغانستان د ټولو غړو او سیاسي ډلو د حضور په یقیني کولو سره د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.”

نوموړي ویلي، داسې کره شواهد شته چې امریکا په افغانستان کې د داعش او القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

طالبانو د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د دوی د ویاند مرستیال “بلال کریمي” ویلي، چې د افغانستان اوسنی حکومت ټول شموله دی.

1 COMMENT

  1. د لاوړوف غریب حافظه کمزوری شوی.
    متقی صاحب ځواب ورکړۍ وو چه بیلګه یې را ته وړاندې کړه خو هیر شوی یې دی

    خیر بیا هم لیلګه یې را ته وړاندې کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب