چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهموږ ولې درواغ وایو؟| عبدالرحمن احمدزی

موږ ولې درواغ وایو؟| عبدالرحمن احمدزی

څنګه یې؟

ښه یم…

همدا اوس مې یادولې …

ستا له خبرې وړاندې مي ذهن کې و چې درته ووایم…

ستا له زنګ وړاندې مې غوښتل زنګ درته ووهم…

دا هغه ورځني درواغ دي چې موږ یې یا خپله وایو او یا نور وینو چې درواغ راته وایي، مشکله ده چې موږ په نن سبا دور کې داسي څوک پیدا کړو چې هغه دې درواغ ونه وایي.

دلته د درواغو په تاوانونو او ګټو نه غږیږو خو په دې بحث کوو چې ولې درواغ وایو؟

د درواغو علتونه زیات دي خو موږ یې هغه بیانوو چې زموږ ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده.

  • ۱- ځان ساتنه

تر ټولو ډیر درواغ چي موږ وایو هغه د ځان ساتني لپاره وایو فکر کوو که ریښتیا ووایو ژوند مو له ګواښ سره مخ کیږي او یا مو هغه ارزښت چې د مقابل کس په ذهن کې شته، له منځه ځي نو ، موږ مجبوریږو چې خپل رئیس، میرمنې، والدینو او بچیانو ته درواغ ووایو.

۲ – ناهېلي

ډیر وخت موږ په خپل ژوند کې ناهیلي کیږو، هغه څه چې موږ غواړو په ژوند کې یې لاس ته راوړو نه ورته رسیږو او یا هغه وړتیاوې نه لرو چې هغو ته ور ورسیږو. نو موږ نورو ته درواغ وایو او خپله ناهیلي په درواغو کې پټوو.

۳-  د کمترۍ احساس

ډیر کله درواغ په دې خاطر وایو چې هغه کمتري چې موږ یې په خپل ځان کې د نورو په وړاندې لرو پټه کړو نو مجبوریږو چې درواغ ووایو.

۴-  د نورو د توجو د جلبولو لپاره

ډير وخت درواغ وایو او لاپي وهو تر څو د هغو کسانو توجو جلب کړو چې موږ ورته ارزښت نه لرو او په دې باور یو او غواړو چې د درواغو په واسطه به د نوموړو کسانو په زړونو کې ځای پیداکړو او د هغوي په وړاندې به ښه ښکاره شو.

۵ – د نورو درواغ پټول

ډیر کله ځکه  دوراغ وایو چې هغه درواغ رابرسیر نه شي چې مخکې مو ویلي دي او د لویو درواغو د پټولو په خاطر موږ نور درواغ وایو.

۶ – ټولنیزو اړیکو ته ارزښت

د دې لپاره ډیر کله درواغ وایو چې د ټولنیزې اړیکو ساتل راته ارزښت لري مثال یو څوک مو یو سیمنار، واده او میلمستیا ته دعوت کوي خو موږ تر هغې بل مهم کار لرو نو درواغ وایو چې زه مریض یم کنه زړه مي ډير غواړي ګډون وکړم.

۷ خپلو هېلو ته درسیدو لپاره

 د دې لپاره ډیر وخت درواغ وایو مثلاُ موږ کوم ځای یو مهم بست ته شارټ لېست شوي یو، د مرکې په جریان کې درواغ وایو او هغه مهارتونه او ځانګړتیاوي چې موږ یې نه لرو دلته ورته درواغ وایو، دغه درواغ ځکه وایو چې خپلو هېلو ته ورسیږو او خپل خوبونه په حقیقت بدل کړو.

۸ – تنبلي

د تنبلي او سستي له وجې هم درواغ وایو، چې ښوونځي کې و او د سستي له امله نه ځو. نو درواغ وایو چې مریض وم، واده ته تللي وم، خو ریښتیا به داسي نه وي. که وظیفي ته کومه ورځ نه ځو نو ریئس ته درواغ وایو چې ضرور کار مو درلود، یا کور کې ورته وایو چې نن مي رخصت اخیستی.

۹ – په ځان نور مینول

ډیر وخت د دې لپاره درواغ وایو چې ځان د نورو په وړاندي معصوم او مهربان ښکاره کړو، خپلې هغه نیمګرتیاوي پټوو چې خلک ترې کرکه کوي غواړو مقابل کس ته هغه څه ووایو چې هغه یې د اوریدو سره مینه لري او د راتلونکو پایلو په اړه یې فکر نه کوو.

2 COMMENTS

  1. سلام
    وا یی ترحو چې رښتیا کلی ته رارسیږی دروغو به کلی وران کړی وی دروغ حرام دی او ناوړه عمل څه چې مطلقا فساد دی . زموږ فرهنګ سره ژور اړیکی لری ّځینې کسان لکه تودې خبرې ، فراخبر، تحول، افغانستان انتر نشنال دلشکری «کاکتوس » په مرکو کې، دمحلی او خصوصی تلویزیړنو په پردوکې ، دولتی مزورو لیوانو په لافو او باټو کې . کورنیو او ولسونو کې نه مننونکی مثالونه لری: لاړشی د فضل الرحمن اوریا، توریالی همت مسعود ملک افغانستان انتر نشنال طلوع چینل او بیا زه فریدالله محمدی یم همدې کې پاتی کیږو. جکومتی واړه اوغټ کوټوالان دا یوه ستره ناروغې ده چې رسنیو کې هم کم اوزیات اغېز لری .خو دا چاره کول غواړی!

  2. دا ځکه چې مونږ د غلطې عقیدې او غلط دین جاهل پيروان یو او ریالیزم له تجربي او لابراتوار سره نه پيژنو، دعربی محمد او الله یې کور مغزه لاس تړي خره او چرګآڼ یو ! تر څو‌چې دعربو دین له اقتصاد ، د طبیعت له پوهې او سیاسته څخه بیل نشي مونږ به د جاهل مردار خور او سپوږن ملا غلامي کوو !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب