سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهکانګریس: ملګري ملتونه دې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو خلاف کلک...

کانګریس: ملګري ملتونه دې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو خلاف کلک ودریږي

تاند:( شنبه ، د غویي ۱۶ )  د امریکا د کانګریس یو شمېر غړو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په نوم استولي لیک کې له نوموړي غوښتي، چې په افغانستان کې پر ښځو د کار بندیز د پریکړې خلاف په کلکه ودریږي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیسون رئیس مایکل مک کال، چې د دغه لیک د استولو په اړه یې د ګڼو وکیلانو او سناتورانو مشري کړې، ویلي چې ملګري ملتونه نه باید په دې اړه له خپل دریځه په شا شي.

طالبانو په افغاسنتان کې د ښځو د کار بندیز په اړه وروستۍ پریکړه د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو خلاف کړې، چې دغه سازمان یې په غبرګون کې خپل ټول کارکوونکي په کور کینولي.

یاد شوی سازمان په افغانستان کې نیږدې درې نیم زره کارکوونکي لري، چې اوس ټول له کورونو خپلې چارې سمبالوي.

طالبان بیا ټینګار کوي، چې یاده پریکړه د افغانستان داخلي موضوع ده او دوی پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانان هم په پراخه کچه له ورته افراطي پریکړو سره مخالفت څرګندوي او له طالبانو غواړي چې د ښځو خلاف تبعیضي سیاستونه ژر پای ته ورسوي.

معلومه نه ده، چې ملګري ملتونه به د طالبانو او د ښځو د مدافعینو د غوښتنو له منځه د کوم یوه ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي څو ورځې مخکې د افغانستان په اړه د قطر د غونډې پر مهال د طالبانو پر رژيم په ګڼو دلایلو توندې نیوکې وکړې،چې طالب رژيم رد او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وګڼله.

د طالبانو منتقدین باور لري، چې د دوی رژیم د ښځو د زده کړو او کار د مخالفت په ګډون په ګڼو افراطي پریکړو افغانستان منزوي کړی او اقتصادي ناورین او نورې ننګونې یې لا جدي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب