Homeخبرونهد اسلام اباد غونډه؛ چین بیا له طالبانو د ټول شموله حکومت...

د اسلام اباد غونډه؛ چین بیا له طالبانو د ټول شموله حکومت او اعتدال غوښتنه وکړه

تاند:( شنبه ، د غویي ۱۶ )  د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته نن په اسلام اباد کې ترسره شوه.

د راپورونو له مخې، په دغې ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کیدو او د اقتصادي ثبات پر ټینګښت تمرکز وشو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ګانګ ویلي، اسلام اباد او پیکنګ چمتو دي د افغانستان د اقتصاد په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل، هیله من دی چې طالبان ټول شموله حکومت جوړ او د معتدل سیاست په پلي کولو سره ګانډیو هیوادونو سره ښې اړیکې وساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تیره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسیدلی.

تمه کیږي، چې متقي او طالب پلاوی له پاکستاني چارواکو سره نورې ناستې او خبرې هم ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....