سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالب وزیر د ایران د ولسمشر مرستیالې ته؛ د سرطان درملنه کې...

طالب وزیر د ایران د ولسمشر مرستیالې ته؛ د سرطان درملنه کې مو مرسته غواړو

تاند:(شنبه، د غویي ۱۶ )   د طالبانو د رژیم د روغتیا وزیر  ډاکټر قلندر عباد چې د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی، د سرطان د ناروغانو د تشخیص او درملنې په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي د ایران د ولسمشر له مرستیالې انیسه خزالي سره د لیدنې پر مهال دا غوښتنه کړې ده.

ایراني رسنۍ وایي تمه کیږي چې د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې همکاري له ایراني چارواکو سره د طالب وزیر د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو وي.

د ایران د استخباراتو اړوندې رسنۍ تسنیم اژانس د طالب وزیر له قوله ویلي، چې افغانستان د ایران د پياوړي روغتیایي سکتور په موجودیت کې د نورو هېوادونو ورته مرستو ته اړتیا نه لري.

د طالبانو منتقدینو د دوی د روغتیا وزیر سفر او غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبانو په خپل هېواد کې د نجونو او ښځو زده کړې او کار منع کړی، خو په نورو هېوادونو کې له ښځینه چارواکو مرستې غواړي.

دوی دغه راز ویلي، چې ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه طالبان په نمایشي ژمنو تېرباسي، سیاسي استفاده ورڅخه کوي، خو عمل کې لکه چې ولیدل شول، افغانستان سره نه مرستې کولای شي او نه یې د ترسره کولو سمه اراده لري.

1 COMMENT

  1. دا کوم قسم مسلمانی ده چی خپله خور او مور په کوتکونو وهی او غوجلو کی یې بندی کړی او پردیو ښځو سره په یو میز کښنی او په مینه ورسره خبری کوی د طالب په اسلام که خو دا کړنی بلکل ناروا او حرام دی د ایران وزیر مرستیاله خو هم ښځه ده او مخ لوڅ ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب