سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهازبکستان: افغانستان نه د ۷۰ میلیونه ډالرو قاچاق شوي نیشه یي توکي...

ازبکستان: افغانستان نه د ۷۰ میلیونه ډالرو قاچاق شوي نیشه یي توکي مو نیولي

تاند:( شنبه ، د غویي ۱۶ )  د ازبکستان چارواکو ویلي، چې له افغانستانه ور قاچاق شوي د ۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو نیشه یي توکي یې نیولي.

د دغه هېواد رسنیو خبر ورکړی، چې یاد شوي توکي د انارو د جوسو په بوتلونو کې په ډېر مهارت ځای پرځای شوي وو.

ازبکستان د دغو نیشه یي توکیو د نیول کیدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو کې، د روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان له خاورې د تروریستي ډلو، نیشه یي قاچاقبرانو او نورو ډلو د خطرونو د ور پېښیدو اندیښنه ښودلې وه، خو طالب رژیم دا اندیښنې بې ځایه ګڼلې وې.

2 COMMENTS

  1. انار کوم ولایت کی پروسس کیږی، کندهار کی، کندهار د چا ټاټوبی دی؟ د طالبانو د مشرانو. پس پدی غټ قاچاق کی سل په سلو کی طالب چارواکی لاس لری لګه د اسلحو په قاچاقو کی چی اسلحه نیول کیږی او د قاچاقبرانو یی هیڅ درک نه لیدل کیږی،

  2. دغه کار خو یو لوی خیانت دی او ستره جفا ده د افغان ولس، تجارانو او تجارت سره ، که امارت ته دا موضوع موهمه وی، نو په ډیره اسانی سره دغه تجار ، بسته بندی کونګی کمپنی او د حیرتان ګمرک کی مربوطه پرسونل ته اشد مجازات ورکولی شی تر څو نورو ته عبرت شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب