سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeسپورتد ویلچر باسکټبال ملي لوبډله د سیالیو لپاره ټایلنډ ته تللې

د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله د سیالیو لپاره ټایلنډ ته تللې

تاند:( شنبه ، د غویي ۱۶ )  د هېواد د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله د پارالمپیک آسیايي سیالیو د لارموندنې په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه له پلازمینې کابل څخه د ټایلنډ هېواد ته تللې ده.

د لوبغاړو د خدای پامانۍ په مراسمو کې د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریاست لپاره د طالبانو د رژیم واکمن مولوي عبدالودود حقاني یادو لوبغاړو ته وویل« په بدن معلول ورزشکاران باید له دې انګیزې سره چې له یوه مسلمان او پیاوړي ملت څخه استازولي کوي، په ډیر قوي مورال او لوړو معنیویاتو  ولوبیږي او د اسلامي شریعت د ټولو احکامو پابند اوسي.»

د ویلچر باسکټبال فدراسیون مشر شکرالله ځیرک د ملي لوبډلې د بشپړ چمتوولي ډاډ ورکړ او په خبره یې ملي  لوبډلې تردې وړاندې سخت او پېچلي تمرینونه کړي او تمه لرو چې خپلې سیالۍ لوبډلې به ماتې او د پارالپیک آسیایي سیالیو ته به لاره پیدا کړو.

د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله به راتلونکې دوشنبه د روانې مې میاشتې په اتمه خپله لومړی لوبه کویټ هېواد او ورپسې دویمه لوبه به له فلیپین  هېواد سره ترسره کړي.

په دې سیالیو کې اتو آسیایي هېوادونو برخه اخیستې چې لوبډلې به یې په دوه ګروپونو کې سیالۍ وکړي او بریالي هغه به یې د پارالمپیک په آسیایي سیایلو کې د ګډون حق ترلاسه کړي.

په پام کې ده چې د پارالمپیک آسیایي سیالۍ به هم په نږدې راتلونکې کې د چین هېواد په کوربه توب ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب