Homeخبرونهتاجکستان یو ځل بیا افغانستان ته څېرمه د امنیتي کمربند جوړیدوغوښتنه وکړه

تاجکستان یو ځل بیا افغانستان ته څېرمه د امنیتي کمربند جوړیدوغوښتنه وکړه

تاند:(شنبه، د غویي ۱۶ ) د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهردین، د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو غوښتنه وکړه.

نوموړي ومنله، چې څه موده مخکې یې د هېواد د ځواکونو او له افغانستانه د نیشه یي توکیو د اوښتو قاچاقبرو ترمنځ وسله واله نښته شوې او یو شمېر پوځيان یې پکې وژل شوي.

د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو پر پلان په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو تر راتګ پورې بحث شوی و.

دا موضوع، تېر کال بیا د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان له خوا د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان په غونډه کې مطرح شو.

د ګډ امنیتي تړون سازمان د ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې له هېوادونو څخه جوړ دی؛ تاجکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ډله ییز امنیت د تړون له مهمو غړو څخه دی.

روسیې او د یاد شوي سازمان یو شمېر نورو هېوادونو هم د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ګډه پوله نا امنه شوې ګڼلې، خو طالب چارواکو دا څرګندونې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...