سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهننګرهار: ورښتونو د يوه ملا ۴ ماشومان مړه او ۳۵۰ نور کورونه...

ننګرهار: ورښتونو د يوه ملا ۴ ماشومان مړه او ۳۵۰ نور کورونه ويجاړ کړل

تاند: ( شنبه، د غويي ۱۶ ) ‏‏ په ننګرهار کې د اورښتونو له امله د يوه ملا د کورنۍ ۴ کسان مړه شوي او ۳۵۰ کورونه ويجاړ شوي.

د ننګرهار طالب چارواکو ويلي، تېره شپه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتې دي.

سرچينه زياتوي: د سرخرود، بهسود، کامه، پچیراګام، لعلپوره او ګوشتې ولسواليو کې د ترې شپې د سختې ږلۍ او باران له امله ۱۳۲۰۶ جریبه غله جات، سبزیجات او باغداري زيانمنه شوې.

دغه راز د سېلابونو او اورښتونو له امله ۳۵۰ کورونه تخریب، په کامې ولسوالۍ کې د يوه ملا ۴ ماشومان مړه او د لویانو په شمول ۲۵ تنه ټپیان دي. همداراز د چرګانو په درېيو فارمونو کې ۱۹۸۰۰ چرګوړي او چرګان هم تلف شوي دي.

طالب چارواکو له نړيوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتي چې په زيانمنو شويو سيمو کې دې ژر تر ژره مرستې وکړي.

تېره شپه د کابل په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې سخت توپانونه او شديد اورښتونه وشول چې له امله د زيانونو راپورونه ور

کړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب