Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان بانک: سارک غونډه کې افغانۍ د سیمې باثباته پولي واحد وګڼل...

افغانستان بانک: سارک غونډه کې افغانۍ د سیمې باثباته پولي واحد وګڼل شو

تاند:( شنبه ، د غویي ۱۶ )   د افغانستان بانک لپاره د طالبانو واکمنانو ویلي، چې  استازو یې، د سارک فایننس د مرکزي بانکونو د رئیسانو په ۴۳ غونډه کې چې د پاکستان هېواد په مرکز اسلام آباد کې جوړه شوې وه ګډون کړی.

سرچینه زیاتوي: په یاده غونډه کې د ملي اقتصاد پر مهمو برخو، مالي شمولیت، سارک ډېټابېس، وړتیا لوړونې، د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي څېړنو تر سره کولو او یو شمېر نوور مهمو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په پایله کې جوته شوه چې افغانۍ د اسعارو پر وړاندې د سارک غړو هېوادونو په منځ کې د غوره ثبات لرونکی پولي واحد دی او همدارنګه افغانستان د انفلاسیون له با ثباته نرخ څخه برخمن دی.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، د دې غونډې په دویمه ورځ په سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو، د چاپېریال ساتنې اړوند نوښتونو، د سارک هېوادونو پر مالي سیستم د اقلیمي بدلون پر اغېزو او سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې راتلونکو ګامونو بحثونه وشول.

طالب چارواکي په داسې مهال بیا- بیا د افغانیو د مالي ثبات ساتنه خپله لاسته راوړنه بولي، چې اقتصادي شنونکي د دغه ثبات د ساتلو اصلي دلیل کابل ته د نړیوالو بشري مرستو د اونیزو ۴۰ میلیون ډالري کڅوړو استول یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...