Homeخبرونهد برتانیې د نوي پاچا د تاج په سرولو مراسم نن ترسره...

د برتانیې د نوي پاچا د تاج په سرولو مراسم نن ترسره کیږي

تاند:( شنبه ، د غویي ۱۶ )   ټاکل شوې، چې د برتانیې د نوي باچا چارلز درېیم د تاج پوشۍ مراسم نن د شنبې پر ورځ ترسره شي.

چارلز د خپلې مور ملکه الزابت له مرګ وروسته باچا شوی، خو رسماً به نن دغه مقام خپل کړي.

د هغه کورنۍ له نیږدې زرو کلونو راهیسې پر برتانیې پاچاهي کوي.

دا له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې، په دغه هېواد کې د باچا د تاج پوشۍ لومړني مراسم دي.

۷۴ کلن چارلز، د عمر له پلوه د برتانیې تر ټولو بوډا باچا ګڼل کیږي.

د هغه د تاج پوشۍ مراسمو ته د امریکا د لومړۍ مېرمنې په ګډون  د ګڼو هېوادونو لوړپوړي استازي ورغلي.

له چارلز سره، هم مهاله به د هغه ۷۵ کلنه مېرمنه کامېلا، د ملکې تاج په سروي.

یو شمېر برتانویان د شاهي کورنۍ پراخو لګښتونو او مراسمو باندې نیوکه لري او د خپل هېواد او خلکو په تاوان یې بولي.

1 COMMENT

  1. باور مو وسه د انګریز د شاهانو په تاج کی د دریمی او اسلامی نړی ( خصوصاً زموږ د وطن ) د وجود د وینو څخه جوړی سوی ملغلری کارَوَل سویدی.
    ګومان خو دا دی چی چارلز به څو میاشتی یا کلونه وروسته خړه وباسی او ارمونی زوی ( ویلیام ) به ئی پر تخت کښینی البته ډیر احتمال شته دی چی د ویلیام د سلطنت د ختمیدو سره سم به د انګریز سلطنتی سیسټم هم د خلګو لخوا رد او په ژیړو وویشتل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...