Homeخبرونهپاکستان له طالبانو سره د نړیوالو د ماناداره تعامل غوښتنه وکړه

پاکستان له طالبانو سره د نړیوالو د ماناداره تعامل غوښتنه وکړه

تاند:( شنبه ، د غویي ۱۶ )  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په شورا کې په خپله وینا کې د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د تماسونو دوام د ارزښت وړ وباله.

زرداري وویل: د افغانستان وضعیت د نویو فرصتونو تر څنګ ننګونې هم راوړي. موږ په نړیواله ټولنه هم غږ کوو چې د افغانستان حاکم رژیم سره په ماناداره توګه تعامل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: له دې وروسته چې افغانستان په ځلونو د سترو قدرتونو د لوبې ډګر ګرځیدلی دی، مونږ د افغانستان له خلکو سره د پخوانیو تېروتنو په نه تکرارولو مکلف یوو. یوه متحده نړیواله ټولنه باید دې غوښتنې ته ادامه ورکړي چې اوسني چارواکي د سیاسي شمولیت نړیوال منل شوي اصول پلي کړي او د نجونو د زده کړې حق په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

هغه زیاته کړه: نړیواله ټولنه هم باید په ټولیزه توګه د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي. دا د اندیښنې وړ ده چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د نړیوالې ټولنې په پرتله له یو بل سره ډېره همکاري لري.

زرداري یو ځل بیا ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د ناامنيو د رامنځته کيدو له پایلو تر هر چا ډېر پاکستان زیات زیانمنیږي. هغه د افغانستان له واکمنې ادارې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د تروريزم لپاره د کارونې اجازه ورنه کړي.

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې نړيواله ټولنه بايد د امنيتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، زياته کړه: يو سوله ييز او باثباته افغانستان نه يوازې د سيمه ييزې انسجام او اقتصادي همکارۍ، بلکې د نړيوالې سولې او ثبات لپاره هم مهم دى. موږ باور لرو چې د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان تماس ډله کولی شي له افغانستان سره د عملي همکاریو په همغږۍ کې رول ولوبوي.

طالبانو د زرداري څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودیت رد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...