جمعه, مې 17, 2024
Home+ د درېيو نومورکو، خو زړورو افغان مېرمنو یادونه

 د درېيو نومورکو، خو زړورو افغان مېرمنو یادونه

لیکوال: اکادمیسین م.ا.سیستاني

ژباړن: تمهید سیلانی

پر افغانستان د انګرېزانو د لومړي يرغل او ددې يرغل د پايلو په اړه موهن لال کشميري په ۱۸۴۶ کال په لندن کې د «امير دوست محمد خان ژوند» تر سرليک لاندې دوه ټوکیزه اثر ليکلی دی چې په ۲۰۰۶ کال د دکتور سید خلیل الله هاشمیان له خوا ژباړل شوی دی. ددې اثر د نورو ګټو ترڅنګ د درېيو افغان مېرمنو د زړورتیا او سرښندنو یادونه دي چې د دوی کارنامې د نورو افغان مېرمنو لپاره لوی درس کېدلی شي او زموږ د هېواد په تاریخ کې نه دي پاتې شوي.

په دې درېیو زړورو مېرمنو کې یوه د امیر دوست محمد خان خور، د سردار عبدالرحیم ښځه وه چې د مدد خان په مور مشهوره وه، کله چې انګرېزانو پر هېواد یرغل وکړ دا د کابل، کوهدامن او پروان د مخورو مشرانو کورونو ته ورتلله او هغوی ته يې د قران قسمونه ورکول او هغوی یې هڅول ترڅو په هېواد کې د انګرېزانو پر وړاندې مبازره وکړي او د هغوی په شړلو کې هڅې وکړي.

دویمه زړوره مېرمن د دایزنګی مشرلور او د بهسودو د یزدانبخش میر هزاره ښځه وه چې له خپل مېړه سره به جګړو ته تلله او د خپل مېړه دښمنان به یې له منځه وړل.

درېیمه زړوره مېرمن بي بي مکارمی نومېده. هغه د محمد رحیم (چې په امین الملک مشهور و) ښځه وه، هغې د میرزا کامران د زوی شهزاده جهانګیر د هوس پر وړاندې مرګ غوره وباله، په همدې دلیل د کابل په خلکو کې دومره مشهوره شوه چې د مېړه له مړينې وروسته امیر دوست محمد خان له هغې خواستګاري وکړه مګر هغه دې ته چمتو نه شوه چې له امیر سره واده وکړي، خو امیر په زور سره هغه نکاح کړه اما بیا هم امیر په دې و نه توانېده چې هغه خپله کړي بلاخره امیر مجبوره شو چې دې زړورې مېرمنې ته طلاق ورکړي او آزاده یې کړي.

د افغان او ا نګلیس په لومړۍ جګړه کې له یادو درېیو زړورو، اما نومورکو مېرمنو انګلیسي جاسوس موهن لال په دې ډول یادونه کوي:

د انګرېزانو پر وړاندې د کابل امیر د خور مبارزه:

موهن لال لیکي، کله به چې د مدد خان مور د متنفذینو او قومي مشرانو کورته ورتلله نو هلته به یې پړونی خوراوه او هغوی به یې د خپل ورور د ملاتړ لپاره هڅول. هغه زیاتوي:« د هغې د نږدې کسانو له خولې مې اورېدلي و چې کله امیر پر بامیانو يرغل وکړ او هلته یې ماته وخوړه، نو دغه مېرمنه به شپه او ورځ د کوهستان د مشرانو کورونه ته ورتله او قران به یې ورته مخې ته کېښوده، د هغوی په جامو کې به یې ور غوټه کاوه او د هغوی ملاتړ به یې د خپل ورور لپاره تر لاسه کاوه».

د افغانانو د دود او دستور له مخې د نارینه وو په لمن کې غوټه اچول د نارینه د جلب توجه، ترحم او ملاتړ یوه مؤثره وسیله ده چې د افغاني دود له مخې رد کېدلی نه شي، بیا په هغه صورت کې چې د یوې پېژندل شوې ښځې لخوا تر سره شي. کله چې له دې موضوع خبر شوم نو د میر مسجدي خان ورور میر دروېش ته مې چې له پخوا مې ورسره پېژندګلوي درلوده سفارش وکړ چې له بغاوت څخه لاس واخلي او له شاه شجاع سره دې بیعت وکړي.» (موهن لال، ص ۲۷۵، ج ۲)

موهن لال بل ځای داسې لیکي:« دا ښځه چې اوس کونډه ده او د مدد خان د مور په نوم یاديږي، د خپل ورور د کابل امیر سره ورته والی لري او یوه زړوره او فعاله مېرمن ده. کله چې د امیر د کورنۍ ټول غړي زنداني او هندوستان ته ولېږدول شول، نو یادې مېرمنې په هره ممکنه وسیله د انګلیسانو اولیا راضي کړل تر څو له خپلې خور (چې ظاهرآ د عبدالرشید خاین مور د عبدالامین خان توبچی باشی ښځه وه) سره کابل کې پاتې شي.

نوموړې مېرمن پوهېده که څه هم ورور یې په ترکستان کې اوسيږي او یوه ورځ به بېرته هېواد ته را وګرځي او  هغه مهال به په هيواد کې ملي پاڅون را منځته شي، نو ځکه هغه د هر یو قومي مشر کورته ته ورتله او هغوی یې د انګلیسانو پر ضد پاڅون ته هڅول. کله چې ورور یې (امیر) د دویم ځل لپاره د جګړې ډګر ته راغی او زموږ (انګلیسان) له لښکرو سره په بامیانو او کوهستان کې جنګېده، خور یې شپه او ورځ کلي په کلي ګرځېده او د کليو مشران به یې د قران په شفاعت ورکولو سره د ملي قیام او د خپل ورور امیرالمومینین ملاتړ ته هڅول. کله چې امیر زموږ پوځیانو ته تسلیم شو نو یاده مېرمنه سره له دې چې زموږ ( انګلیسانو ) د تعقیب لاندې وه په ډېره ماهرانه توګه خپل ځان پېښور ته ورساوه.» (ص ۱۸۵-۱۸۶، ج ۱)

۱۴۰۲/۲/۱۶

ادامه لري

2 COMMENTS

  1. زما په باور د ” نوم ورَکو ” بڼه به مناسبه وی تر نومورکو.

  2. خوخر جاهل طالب چې په عربي کتور کې بند پاتې دی او مرداره سپوږنه ږيره لري کله د ښځو په حقوقو پوهيږي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب