سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد اسلام اباد سفر؛ ملا متقي د ځينو مذهبي او ملتپالو ګوندونو...

د اسلام اباد سفر؛ ملا متقي د ځينو مذهبي او ملتپالو ګوندونو مشرانو سره لیدلي

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۷ )  د طالبانو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو پاکستان ته د سفر پر مهال،  د یو شمېر مذهبي او متلپالو پښتنو ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره لیدلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې د طالبانو د واکمنۍ پر ځینو اړخونو، د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دوه اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، تجارتي، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې شوي.

مولانا فضل الرحمان، سراج الحق، محمود خان اڅکزی او ایمل ولي خان د پاکستاني ګوندونو هغه مشران وو، چې په دې لیدنه کې یې ګډون درلود.

سرچینه زیاتوي:((دغه راز د ناستې ټولو برخوالو ټینګار وکړ چې د دواړو همسایه هیوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دي نژدېوالی راشي او په ازادانه ډول دي د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي.))

په ورته مهال، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو له طالب وزیر سره د محمود خان اڅکزي او ایمل ولي خان ګډون ته توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې د پښتنو ملتپالو په نوم دغو سیاسي څېرو هم وښوده چې د پاکستان د سیاستونو تابع دي او په اشاره یې طالبانو ته نیږدې شوي.

1 COMMENT

  1. بیایی متقی ته نوی پلان په لاس کی ورکړ
    ملا دیزلی داوار ورته دافغانستان خاوری سره د جهاد فتوا ورکړی ده او ورته یې ویلی چی دا خاوره تر لس متره پوری په بل مخ واړه وی نور خو کومه بهانه نه د ورپاتی افسوس په دا قسم وجدان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب