شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ملا حسن اخوند د دفتر رئیس د احصایې ادارې د موټرو...

د ملا حسن اخوند د دفتر رئیس د احصایې ادارې د موټرو پارکېینګ پرانیست

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۷ )  د طالبانو د رئیس الوزرا ملا حسن اخوند د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم د احصایې او معلوماتو ملي ادارېد موټرو پارکېنګ د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستی.

ډاکټر ملا عبدالواسع خادم په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي: طالبان د هېواد جوړولو او بيارغونې په برخه کې هر اړخېزې هلې ځلې کوي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د موټرو د پارکېنګ جوړیدل یې ښه بېلګه ده.

طالبانو د یاد شوي پارکینګ د جوړیدو لګښتونه نه دي په ډاګه کړي.

د دوی منتقدین بیا وایي، چې طالبان د بیارغونې په نوم ډېرو عادي چارو ته هم لوی خبري پوښښ ورکوي او عامه ذهنیت ورسره د ځان په ګټه اړول غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب