چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهپه مختلفو ولایتونو کې نن د سېلابونو د وتو خبرداری ورکړل شوی

په مختلفو ولایتونو کې نن د سېلابونو د وتو خبرداری ورکړل شوی

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۸ )  د اوبو او انرژۍ وزارت نن (دوشنبه) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (نج آمو، شمال او کابل) حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړیدو خطر د کوکچه، تالقان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، پنجشیر، غوربند، کونړ او لغمان سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې موجود دي.

د طالبانو رژیم د یادو سیمو له نیږدې مېشتو خلکو غوښتي، چې وار د مخه د ځان ژغورنې لپاره تدابیر ونیسي.

په وروستیو کې له یو شمېر ولایتونو څخه د سېلابونو او سختو ورښتونو له امله د ځاني او مالي زیانونو راپورونه رسیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب