چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونفروفیسل خلیلي | استاد سعدالدین شپون

فروفیسل خلیلي | استاد سعدالدین شپون

په دې لیکنې به د خدای بښلي رسول امین صیب کانه وکړم،  له  متن نه به یې سریزه اوږده کړم. که د چا زړه  ورته تنګ شو، ویې نه لوست بلا پې پسې !

سریزه

پښتانه یا سپين ګوندی دي یا تور ګوندي. ځاځي په تورګوند کې راځي ، توري په سپین. خلک ورپسې وايي: توري تور بلا، ځاځي لا نور بلا. ټول جنجال داسې پیل شوی:

یو مرغه دی چې مونږوال یې کیشکره، ګیژه که، کاغۍ بولو، پاړسک یې عکه، عکک، یا شقشقه بولي. اوږده لکۍ ، بلکه ټول وجود یې په برګو بڼکو پټ دي. لکه تور پټکی سپین کالی ملا سپېڅلی مارغه دی، بس صفا برګ ځلېږي.

دواړه وروڼه د ژمي پیتاوي ته ناست و، په یوه لاس یې تسپې اړولې، په بل یې زڼغوزي چیچل. هلته لرې یوه کیشکرهم د غوزانو د ونې په څانګې کې پیرګي ټولول. مشر ورور ویل چې د کیشکر په بڼکو کې له سپین نه تور زیات دي، کشري ویل چې نه، سپین زیات دی. دا خبره همداسې پسې لویېده چې د دواړو ترمینځ بدي راغله، یو سپین ګوندی شو بل تور ګوندی. دغه تربګني په مدار مدار نورو پښتني پرګنو ته هم خپره شوه، تر دې چې نن ورځ پښتني قبیلې یا سپین دي یا تورې. حتی چې د تڼي ورکوټې سټه هم په سپین تڼيانو تور تڼيانو ووېشلی شوه. د اورېدو له قراره په دوی کې یو جګپوړی خلقی تور تڼی هم و چې د پنجشیري مسعود سره یې د باچایۍ په نیت لاس یوکاوه خو هغه رټلی و، ورته ویلې وو چې: تو آدم خوب استي، پېشنهاد تو هم معقول است، مګم افسوز که خون ما وتو بهم جوش نمېخوره. دا بل یو، سپین تڼی یې لکه چې له کومې پرنګي رادیو سره دی.

هغه وخت ټوپک نه و، اوغشی نه ور رسېده چې دغو وروڼو دا برګ مرعه ویشتی وای، بڼکې یې شمېرلې وای. تر هغې آسانه وه چې قومي بېلتون ومني.

متن:

د علومو اکا ډمۍ دایرة المعارف څه موده د مخه خپل یو ریسرچ کې وویل چې هزاره ګان د چنګېز اولاده ده. خلیلي ته خدای ورکړه. د اکاډمۍ د رییس او درو نورو چارواکو ماقوفي یې وغوښته بلکه د سترګو په رپ کې یې  عملي هم کړه. بې هغې هم مارشال فهیم د کرزي  نه زړه ایستلی یا د پښتونخوا په اصطلاح، ړه اوخکی و، خلیلي یې شا ټینګی هم ووېست. د اکادمۍ رييس هم وړې سپږې نه دي چیچلی. که خلیلی منګری دی، مارشال هم چمچه مار بویه. رییس د مارشال د قلمرو دی. ګوره چې به کوم یو غاوره شي. کرزی به ځان آخون موسا بولي خو دا د ټلوالې منګوران به آخر په کټ کې داسې ټک ورکړي چې مبارکې ناړې به یې خولې کې ور وچې کړي.

نو خلیلي به په ټولو دا مني چې هزاره آریایان دي او پخپله دی نه یواځې د کرزي مرستیال دی، بلکه د اتناګرافۍ په ګډون د ټولو اجتماعي علومو فروفیسل هم دی.

خو کرزي کولی شول چې  ورته ووايي چې که هزاره مغل شي نو څه کفر شو؟ په ملي سرود کې خو حتی پشه یان هم  په درنښت یاد شوي.

پخپله خلیلي د کرزي په اولو میاشتو کې ارګوالو ته اعتراف کړی و چې ډېر خوشاله دی چې کرزی د ده ټبر هم په سیالانو کې حساب کړ او چې هزاره خولۍ آسمان ته نه غورزوي ګویا ناشکري کوي. دا پخپله د خلیلي الفاظ و چې چا یې ما ته نقل قول وکړ. نو اوس څه ټکه راوشکېده چې سپږمې یې لکه بلا تشبیه خراساني کچر، آسمان ته نیولي. نه مغل مني، نه چنګېر بس قرآن یې کړی چې پنځه زره کلنه آریایي سټه لري. زه وایم پښتنو چې دا دعوه وکړه څه توره یې وکړه؟. بله دا چې آریایان، لکه مغول، لکه افریقایان په څېرو کې څه خصوصیات هم لري چې د هغې له مخې او د وجود د هډوکو او د قد او پزې او سترګو د اندازې له مخې له نورو بېلېږي . چونګې سترګې یا پړیخه پوزه، نه کوم عار دی فضیلت بلکه د تعارف وسیله ده.

نو په هر اړخیز ډول د افغانستان حالات  دا لس کاله چې هر ځلي ورځم، له یوه کال نه بل ته خدای وهي. خلیلي بېګناه جونګښه وه، اوس ښامار ترې جوړ شوی. همداسې یې نورجنګسالاران. یواځې سړی چې مخ په ځوړ روان دی زموږ ژړندوکی کرزی ماما دی.


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د جولای په ۳ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب