پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند کلي وروستۍ خاطره

د کلي وروستۍ خاطره

  زموږ له کلي د وتلو یکي یوه لا ر ده ،هغه هم خامخا له هدیرې تېرېږي. نو تېره هفته مو چې زما کشری ورور خښاوه چندانې مزل نه و په کار، هذا خانه، هذا مسجد.

بېدرکه زیات  خلک جنازې ته را غلۍ وو. اول کې زه خامتما وم چې دا به زما په خاطر وي، وروسته مې لېدل چې زه هډو مطرح نه وم، ورور مې زما په غیاب، زما د مشر ګهیځ  لالا او آبا په غیاب کې ځانته نومګی ګټلی و. مکتب یې نه و لوستی، بلکه چا نه و ورپرېښی، چارواکو ویل چې نیم وجود یې بې دمه دی، عیبي دی، نو مکتب کې  نه منل کېږي. تر دوی لا د کلي ملا ښه و بغدادي قاعده او سیپاره یې ور زده کړه، قرآن یې ورباندې وویلې.  د هلک لوری واوښت، نور وروڼه څه خلقیان، څّه دهریان څه لا ادریان څه اباحیان، څه اخوانیان شول، خو دا معیوب ورور په دین ثابت قدمه، په دیني علومو بوخت ، له منکراتو لیرې پاتې شو او تېره هفته یې مېرمن د سهار تر لمانځه وروسته ولېد چې  سر یې د قرآن تر څنګ پر بالښت ایښی، سا یې ختلې وه.

هدیره لکه تل په ترخو ، ځوزاڼو پټه وه. یوه نیمه لکړه ، لکه د ښاري پاړسیوانانو اتڼ، څه یوه خوا، څه بله، لکه وه، که دا نښه رښتیا وي، دا د روس یا تربور د لاس شهیدان و. پیکه، له دوړو ډکې ټوټې یې ریښکۍ ریښکۍ باد ته رپېدې، لارویو ته یې بای بای ویل.

کلي کې عجیبه دود و. اسقاط و، وعطونه وو. په بله ورڅ د سهار له لمانځه بس جومات کې فاتحه شروع وه. کلیوالو له هر لوري سبناری راوړی، د جومات حجره کې یې اوڼلی و. جوپه جوپه په نوبت څوک جومات، څوک حجره کې بوخت وو. یوه ډله سپین روبي هلته ګوټ کې په ختم لګیا وو.

د ولسوال راتګ کلیوالو ته لویه پېښه وه. پخپله د ولسوال شخصیت تردې لا لویه. څوک به یې ونه مني، مګر ټولو قسم خوړ چې د دوی ولسوال، نظام الدین ناشر رشوت نه اخلي، بلکه په ټول قطغن او بدخشان کې تر ده پاک چارواکی نه دی تېر شوی.

هدیره د نري او ګاوکش مالا مال سیندو مینځ کې پرته ده، یوه نرۍ، پوړنده خاوره سړک یې اړخ ته تېر شوی چې پورې را وورې ترې د عجیبه نومونو کلي پراته دي. ما پلي، آقتاش، ملرغی، ډګری، کاپر کونج، چارسری، کړوخېل، چارتوت، خواجه پسته اوریاخېل، بویېن، بنګي

څوک به وايي چې دا خو د اوزبکو نومونه دي، نو پښتانه چېرته اوسي؟ حقیقت دا دی چې دلته غیر له پښتنو بل بني بني بشر نشته.

موږ همدلته زېږېدلي یو، وړمه ورځ یو را کې مړ شو، اوس زما لمبر دی.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د جون په ۱۵ په تاند کې خپره شوې وه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب