سه شنبه, مې 21, 2024
Home+په افغانستان او هند کې ګورګانیان (مغول) شهسوار سنګروال

په افغانستان او هند کې ګورګانیان (مغول) شهسوار سنګروال

۲یمه برخه
بابر د هند له بریده دمخه
۱ـ کابل او بابر:
بابر چې په ۱۵۰۴ ز (۹۱۰ ه) کال کابل ته راننوت، له همغو لومړنیو شېبو نه د کابل په ښکلا مین شو، د کابل له جغرافیوي جوړښت نه راواخله تر ښکلی او زړه راښکونکی هوا پورې دده په زړه کې ځای ونیو، ده پخپله د کابل ستاینه داسې کړېده.
«کابل چې الله پاک پخپل عنایت سره ماته راوبخښه، له څلورم اقلیم څخه شمېرل کېږي. ختیځ لور ته یې پېښور، کاشغر او د هندوکش ځنې سیمې، لویديځ ته یې کوهستان، شمال ته یې کندوز او اندراب پراته دی. جنوب ته یې دافغانستان فرمل نفرس او بنو دی.
د کابل کلا له غره سره پیوسته ده او د غره په څوکه کې د کابل پاچا یوه ماڼۍ اباده کړی ده. ځکه نو دغه غر هم د «شاه کابل» په نوم نامتو دي……کوم وخت چې الغ بیګ میرزا د دې ځاې واکمن وو، نو دهغه امیر «دیس آتکه» د دې غره په لمنه کې یو نهر کیندلی وه، چې په دې نهر سره ټول باغونه خړ وبېږي…..تجارتي قافلي پر غلامانو، سپینو ټوکرانو، مصري قند…..باروي، سوداګر داشیان خراسان، عراق، روم او چین ته وړي……(په دی سره) کابل د یوه ستر او غوره مینځلاري مارکېټ حیثیت غوره کړیدی…..»[1]
بابر په پاسنۍ لیکنه کې د «الغ بیګ» میرزا د نوم یادونه کړېده، چې د دې سیمې پاچا وه!؟
موږ باید په یاد ولرو چې په دغه پير کې په لږ توپیر دوه «الغ بیګه» تېر شویدي:
۱ـ یو هغه الغ بیګ چې د تېمور ګورګانی لمسی کېده، دی پخپل مهال کې د سمرقند والي وه او یو نامتو منجم بلل کېده.
۲- بل هغه الغ بیګ په تاریخ کې پېژنو، چې دی د بابر تره د عمر شیخ میرزا ورور او د سلطان ابو سعید ګورګاني زوې کېږي.
دغه الغ بیګ هغه څوک وو، چې په یوې میلمستیا کې د یوسفزېیو ګڼ شمېر مشران ووژل.
کوم الغ بیګ چې ده یې یادونه کړېده، هغه د کابل واکمن وه، چې دده له راتلونه درې کاله دمخه (۱۵۰۱ ز) ساه ورکړې وه. بابر د خپل تره له یادونې پرته، د هغو قومونو یادونه هم کړېده، چې په کابل کې استوګن ول، چې موږ ترکمنان، تاجکان او افغانان (پښتانه) د بېلګې په توګه یادولی شو.
ولې په غزني کې د نورو قومونو په جنګ کې «هزاره» توکمه وګړي هم یاد کړي دی. بابر د یو شمېر ژبو یادونه هم کړې ده، چې په کابل کې به وګړي پرې ګړیدل لکه عربي، ترکي، مغلي، هندي، پراچي، تکیري، پشه یي، لغماني، پارسي او پښتو.
۲- د کابل ختیځې سیمې
بابر نه یوازې د کابل د ختیځو سیمو یادونه او ستاینه کوي، بلکې ده لکه د یوه جغرافیه پوه په څېر د آمو او اباسین تر مینځ تر ډېره بریده د ټولو سیمو نومونه هم په بابر نامه کې کښلي دي او له دې سربیره بابر چې کله له اباسین نه اوړي نو له اباسینه راواخله تر ګنګا پورې سیمې هم موږ ته راپېژني.
دی په لومړی وار د هند نیمې وچې ته نه دی رسیدلی، بلکې څو وارې د هېواد ختیځ ته تللی، د خلکو په ځانګړي ډول د پښتنو له ګواښ او غبرګون سره مخ شوی او بیا بیرته کابل ته راګرځېدلی دی.
ده کابل په څوارلس ولسوالیو وېشلی او په دې اند وی چې «ختیځه برخه لمغانات، په پنځو قریو مشتمله ده، «نی کنهار» تر ټولو غټه قریه ده، مرکزيې «ادینه پور» دی، چې له کابل نه دیارلس فرسنګه لرې پروت دی…..په کال ۹۱۴ ه کې مې د ادینه پور سره پیوست په جنوبي غونډۍ یو بڼ وکاره، چې د «باغ وفا» نوم ورکړ شویدی.»[2]
ښايي بابر په لومړي سفر کې چې د هېواد ختیځ پلو ته وخوځېد د یاد باغ پرانسته نه وي کړي دا ځکه چې دده د سفر پورې چې په ۱۵۰۵ ز کال د جون (۹۱۱ ه) په میاشت کې د جګدلک له لارې پیل شو له خیر نه تېریږی ځان جم ته رسوي.
ده په لومړي سفر کې ولیدل وې پتیله تر هغې چې پلار یې په اوږدو کې پراته قومونه ونه ځپي، هند ته نشی رسیدلي.
ده ته لومړني سفر دا هم وښوده، کله چې دی له جم نه کوهاټ ته روان شو د ګګیاڼي پښتنو له خوا وګواښل شو.
او دی پخپله وایي چې «ګګیاني» افغانانو په «پرشاور=پېښور» کې ژوند کاوه او په دې ټینګار کوي، چې په کوهاټ کط مو دوه شپی تېری کړی او ډېر افغانان مو ونیول او هر څه مو ترې لوټ کړل.
بابر له ګګیاڼیو افغانانو پرته، په بنو کې چې کوهاټ ته څېرمه پروت دی د بنګښو افغانانو یادونه هم کوي او وایي چې موږ فیصله وکړه چې بیا د «نغره» یا فرمل له لارې کابل ته لاړ شو.
بابر د خپل کتاب په ۲۳۱ مخ کې او پوهاند حبیب الله تږي د خپل کتاب په ۱۸۹-۱۸۸ مخونو کې د هغه د څرګندونو پر بنسټ کاږلي دي، چي:
«په کوهاټ کې دریا خان د یار حسین زوې……خواست رانه وکړ، چې په دلزاکو، یوسفزو او ګګیاڼیو باندې یو شاهي فرمان راکړه څکه کله که زه وغواړم چې سند د سیند له هابلې غاړې نه د باد شاه په نامه جنګي مېړونه راټول کړم، نو هغوئ به غاړه ونه غړوي دریاخان ته دا فرمان ورکړ شو او له کوهاټ نه رخصت کړی شو.»[3]
دلته دوه خبرې ډېرې موهمې دي، لومړی دا چې د یوسفزیو شتون په کوهاټ کې دا ښېي چې د الغ بیګ له پېښې دمخه لا یوسفزي په پېښور، کوهاټ او نورو سیمو کې استوګن ول.هغه یوسفزي چې د بابر تره الغ بیګ له خوا وژل کیږي او حال دا چې د الغ بیګ او بابر د واکونو تر مینځ ډېر واټن شتون نه درلود.
خو بیا هم د هغوئ پاتې کورنۍ د غزني او کابل شاوخوا سیمو نه پېښور ته ځي او بیا تر سوات پورې خورېږي، دا کیسه راته وروستئ ښکاري په دې مانا چې که موږ ووایو چې له دېنه دمخه یوسف زی دلته نه وه، نو بیا ولې دومره ځواکمن شول؟ دویمه خبره چې ډېره د پام وړ ده، هغه د ملک د یار حسین زوې د ملک دریاخان کیسه ده چې هغه له بابر نه فرمان اخلی او بیا له اټک نه پورېووځي او خپلې کورنۍ او ټبر ته ستنیږي چې دغه مهال په حسن ابدال کې مېشت او ودان وو.
ملک دریاخان وایي کله چې زه جنګیالي د سلطان لپاره راټولووم باید څوک دده پر وړاندې ونه دریږي.
له دې څخه ښکاري چې له اباسین نه پورې غاړې هم هلته دومره پښتانه قومونه استوګن ول، چې جنګي مېړونه ترې راټولېدل.
که څه هم ډېرې سرچینې، لاسوندونه او کره سندونه شتون لري چې د اسلام له دین نه دمخه لا «دلزاک» دې سیمې کې استوګن ول. له دوئ سره جوخت نور پښتانه قومونه هم په برهان، حسن ابدال، علي پور، خان پور، ټکسلا او ان تر مارګلې پورې اوسېدل. دا چې بابر لیکلی دي کله چې ما لاهور لاندې کړ، په همغه وخت کې مې دکیلې یو ټي له ځان سره راوړل او په «باغ وفا» کې مې وکړل. بابر په لومړي سفر کې وایي، چې په کوهاټ کې مو شاوخوا د افغانانو دوه سوه ککرې پرې کړې او هنګو ته څېرمه مې د بنګښو له ککریو څلی ودروه، ورپسې مې د مغرورو افغانانو د سرونو یو بل منار جوړ کړ.
همدارنګه نوموړي پخپل کتاب کط د بنود «کله منار» کیسه هم کړي او له دې سربیره د نورو قومونو یادونه هم کوي، چې موږ عیسی خیل، نیازي، لواڼي او د یو شمېر لویو او وړو قومونو یادونه د ساري په توګه کولی شو، چې د دوی له ککرېیو نه یې څلي او منارونه درولي وو.
بابر په دغه سفر کې د یو شمېر کلو، سیمو او بانډو یادونه هم کړېده لکه جم، کوهاټ، هنګو، ټل، بنو، ګومل او نور.
په دغه سفر کې ده د یو شمېر بګنوونکو کېسو له مخې پلو پورته کړی دی، چې په لوستلو یې سړي ته د بېوځلۍ او بېوسۍ ستونزې سترګو ته درېږي……لکه راوخله: په کوهاټ کې د څاروېیو یرغمل، د ملک بو سعید کیسه چې بابر ته به یې یاغي پښتانه په ګوته کول، د بابر لښکر به چی د افغانانو له پریکړو ککریو څلي درول، د افغان سوداګرو لوټول، د کوچیانو د رمو برمته کول، د هغو افغانانو یادونه چې په غرونو کې به یې د الوتکو هګۍ راټولولې، د هغوی نیول او وژل، بابر د هغې کیسې پخلی هم کوي، چې جهانګیر میرزا ته یې امر وکړ، چې غزني ته په لاره افغانانو یرغمل کړي…..د کتاب په ۲۳۹ مخکی کاږلي دي چې جهانګیر میرزا ګڼ شمېر افغانان لوټ کړل، مېږي او پسونه یې راوستل…..
بابر ځان غزني ته رسوي او له هغه ځایه کابل ته ستنیږي.
۳- بابر د غلجیانو پر وړاندې:
سراولف کارو پخپل کتاب «پټانز» کې په ځغرده ویلې دي، چې د بابر: «لومړني او غیر محسوس مخالفین د پښتني قبیلو مشران وو، چې پخپل هېواد کې دننه پراته وه.»[4]
ده په کابل کې پریکړه وکړه چې کندهار ته لاړ شي او د مرکزي حکومت د ټنګښت لپاره کندهار وځپي، ولې له یوې خوا د سختې زلزلې له امله، چې په کابل او لغمان کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول او له بلې خوا د خپلې ناروغۍ له کبله د دې وس ونه موند چې کندهار ته سفر وکړي.
ولې په ۱۵۰۷ کال د مې په میاشت کې بابر د غلجیانو د ځپلو لپاره د زابل ولایت کلات ته مخه کړه.
کله چې له کابل نه «سردې» ته رسیږي هلته یې خبرتیا تر لاسه کړه، چې د «مومندو» جنګیالي غواړي په ده برید وکړي. د بابر جنګیالیو وغوښتل چې په هغو باید یرغل یوسي، خو ده ورته وويل، چې موږ باید ځانته ته معلومه کړو چې آیا رښتیا دوی د برید هوډ لري؟ هغه وه چې د کټواز خواته یې مخه کړه او دده د وینا له مخې: «ومو لیدل چې غلجیان مو باته شپږمیله څېرمه ودان دي….کله چې ورنږدې شو سترګې مو د دوئ په کېږدېیو ښخې شوي. بیا د یرغل اجازه ورکړ شوه او بې شمېره پسونه او مېږې موترې یرغمل کړې……او د افغانانو یوه ډله مو بیخي تباه کړه او ناصر میرزا هم د افغانانو له ککرونه څلي جوړ کړل.»[5]
بابر نامه کې د هغې رمې شمېر چې د بابر جنګیالیو له غلجیو کوچیانو نه لوټ کړه (د خپل کتاب په ۳۲۵ مخ کې) یو لک مېږی او پسونه په ګوته شویدي.
سراولف کارو هم د بابر د هغو بریدونو پخلی کړیدی چې د غزني له شاوخوا نه نیولې تر کندهار پورې په غلجیو افغانانو کړیدی. په بابر نامه کې په وار وار د پښتنو قومونو او په دغه لړ کې د غلجیو یادونه شوېده، خو دا چې ولې ابدالیانو ته اشاره نه ده شوې د پوښتنې وړ ده!؟
د مثال په ډول بابر د خپلو بریدونو په ترڅ کې «زمینداور» یادوي، خو د دغې سیمې د اوسیدونکو غوښنه برخه چې ابدالي ټبر دی پښه ترې اړوي.
حال دا چې بابر په غلجیو د برید په لړ کې د «مومندو» یادونه هم کړېده، چې بابر په ۱۵۰۹ کال د پسرلي په موسم د غزني د مقر په سیمه کې پر «مومندو» یرغل وکړ او هغه افغانان يې وځپل.
پخوا تر دې چې بابر د غلجیو له ځپلو وروسته بیرته کابل ته راستون شي، پخپل کتاب کې د دې ټبر یادونه داسې کوي، چې غلجیان زما د پوځ پر وړاندې د جګړې ډګر ته راووتل: «ځنې یې ووژل شول او له سرونو نه یې ماڅلی جوړ کړ. د دې کلي له لوټولو نه وروسته موږ په «نوې او لا به» کې پاڅون وکړ، د خمس او مالېې د راټولو امر مې وکړ، چې شپاړس زره څاروي د خمس په ډول راجمع شول، ټول څاروي، چې موږ د غنیمت په قسم راجمع کړل شمېر یې له سل زرو څخه واووښت.»[6]
هغه وخت چې بابر د غلجیو له ځپلو وروسته کابل راستون شو، دا هغه مهال دی، چې شیباني خان له سمرقند نه راواووښت او «اندخوی» یې لاندې کړ.
ده په دې تړاو داسې لیکلی دي: «د غلجی قبیلې له ځپلو وروسته کابل ته راستون شیباني خان له سمرقند څخه شوم او شیباني خان له سمرقند څخه په خراسان باندې برید وکړ، ځکه چې منصور بخش حرامیتوب وکړ او شیباني خان ته یې د خراسان د نیولو بلنه ورکړه.»[7]
د بابر د څرګندونو له مخې ډاګیزه شوېده، چې ده ته کندهار، بلخ، بدخشان او هندوستان ډېر موهم وه، نو ځکه خو ده په کندهار یرغل وکړ.
۴- په کندهار برید:
بابردیوه کتاب د مولف او لیکوال په توګه، د هغه وخت له ډېرو پېښو پلو پورته کړیدی او دی هغ لیکوال دی، پخپلو وژنو یې هم سترګې نه دي پټې کړي.
دی یو زړور رهبر وه، که خونړی هم وه، خو یو مدبر مدیر یې هم ګڼلی شو.
ده په بابر نامه کې لیکلي دي، چې زه کله د خپلې مور له څلوېښتی او نورو دودونو نه اوزګار شوم باقي «چغانیاني» راته رانه او او موره راکړه، چې په کندهار یرغل وکړم.
د بابر له څرګندونو څخه ښکاري، چې تر دغه دمه، په بشپړه توګه ګندهار نه یوازې د ده په ولکه کې نه وو، بلکې دده سیالانو هم پرې بشپړه ولکه نه درلوده.
ولې د کندهار جغرافیوي ارزښت هر لوري ته د پام وړ وه، نو ځکه خو بابر کوښښ کاوه، چې بدخشان، مزار، کندهار او هند تر خپلې ولکې لاندې راولي.
بابر په بابر نامه کې، چې غوښتل یې کندهار ته مخه کړي د دوه پېښو په تړاو یې داسې لیکلي دي:
«د چغانیاني درایې له مخې مې کندهار لوري ته مخه وکړه، له اوږده سفر وروسته مو په «قوس نادر چمنزار» کې واړول. دلته زه ناروغ شوم، سختې تبې ونیولم، چې پنځه شپږ ورځې بې هوښه وم…..بیا چې لږ رفع شوم د زلزلې له غمیزې سره مخ شوم. زلزله دومره سخته وه، چې ان د غرونو سرونه ټوټې ټوټې شول……له ځمکې نه اوبه راخوټېدلې وی…..د دغه ځاې ټول چتونه راپرېوتل……جهانګیر پر ځمکه راوغورځېد، په کندهار مې د ورختو پریکړه وځنډوله.»[8]
بابر په قلات برید وکړ او د درنې جګړې په ترڅ کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله واړوله او دی وایي، چې ما دغه خونړی برید د جهانګیر او «باقي چغانیاني» په ټینګار وکړ.
نوموړي د خپل کتاب په ۱۱۲ مخ کې کښلي دي، چې ما کله کابل ونیو، نو «عبد الرزاق میرزا» او خان میرزا په خراسان کې پناه اخستی وه، زه چې له کلات نه ووتم نو دواړه په ډېره منډه زما څنګ ته راغلل، د پیر محمد میرزا مور هم ورسره وه.
بابر له هغه ځایه «ښار صفا» ته ورسېد، لومړی «شاه بیګ» او مقیم ته پیغام واستوو، چې کندهار پرته له جګړې وسپاري ولې دغو سیمه ییزو واکمنو دده د پیغام پخلی ونه کړ، هغه وه چې بابر کندهار ته ورسېد.
د دواړو غاړو تر مینځ جګړه ونښته، لومړي یې له شا بیګ سره د غېشو جګړه پیل کړه او بیا دواړه غاړې جنګیالي مخ پر مخ شول. په داسې حال کې چې د بابر د جنګیالیو شمېر زر تنو ته رسېده او د سیال لوري، یوازې د مقیم تر قوماندې لاندې اوه (۷) زره جنګیالي د جګړې ډګر ته راووت، ولې ماته یې وخوړه او د «مرغان» غره ته یې شاتګ وکړ.
په پاې کې د بابر پوځ د هغوی جګړه ییزې لیکې ورماتې کړې، کندهار یې لاندې کړ.
په دغه وخت د ارغون یو ورور «احمد علي ترخان» د روغې جوړې لپاره یو پلاوی بابر ته واستوو او بیا یې د کندهار یوه دروازه هم ورته پرانسته.
بابر چي کندهار ته ننووت لومړی یې د «مقیم» هغې خزانې ته ځان ورساوه، چې په یوه ډبرین انګړ کې ځاې پر ځاې کړې وه. خزانه یې ناصر بیګ، قلی بایزید، محمد بخش او عبد الرزاق میرزا ته ووېشله او پخپله د کندهار ارګ ته ننووت.
نوموړي د کندهار ټول شته، خزاني او قیمتی توکي لوټ کړل او بیا له ارګ نه «فرخ زاد» بڼ ته لاړ، چار باغ کې هم دمه جوړه کړه او بیا «کوشانه چمن» ته ستون شو، چېرته چې دده پوځي قرار ګاه او چوڼۍ وه.
بابر د کندهار خزانه او ډول ډول قیمتی او لرغوني توکي چې د کندهار په شاهي کوټ کې په کچرو، اسونو او «اوښانو» بار کړل، د زرګونو څاروېیو په بدرګه مخ په کابل راوخوځېد.
د کندهار خزانه دومره دېره وه، چې نه یوازې بابر په خپلو سردارانو ووېشله، بلکې پوځیان هم د دغې خزانې له وېش نه بې برخې پاتی نه شول.
بابر کندهار ناصر میرزا ته او کلات یې عبد الرزاق میرزا ته وسپاره او پخپله کابل ته ستون شو په کابل کې لا دمه جوړه شوې نه وه چې له کندهاره د ناصر میرزا پيغام ورته راورسېد چې «شیباني» خان کندهار کلابند کړ…..څو ورځې وروسته میرزا عبد الرزاق هم کلات پرېښود او کابل ته راوتښتېد.
بابر د دغو پېښو پخلی داسې کړیدی: «عبد الرزاق میرزا هم څو ورځې وروسته کابل ته ځان راورساوه. څرنګه چې زما امیرانو دا پریکړه کړی وه چې د هندوستان په لوري وخوځېږو، نو ځکه ما کابل عبدالرزاق میرزا ته پرېښود او ما هندوستان ته د تګ تیاری شروع کړ. بیا خان میرزا د بدخشان ته د تللو اجازه وغوښته، د تللو اجازه مې ورکړه، نو شاه بیګم هم له هغه سره تللو ته چمتو شوه……خو چې «مهرنګار بیګم» هم بدخشان ته د تګ اجازه وغوښته ډېر خپه شوم ځکه چې زما سکه ترور وه، په کار دا وه چې لما سره پاتې شوې وي، ما هغوئ ته هیڅ ونه وېل او دوی ټول بدخشان ته روان شول. (نور بیا )
) همدغه اثر ۶۹ مخ[1]
) همدغه اثر ۷۱ مخ[2]
) تږی پوهاند ډاکتر حبیب الله، پښتانه ۱۸۸-۱۸۹ مخونه[3]
) کارو سراولف، پټانز ۲۳۸ مخ[4]
) بابر نامه ۳۲۴ مخ[5]
) همدغه اثر ۱۱۰ مخ[6]
) بابر نامه ۸۶-۱۱۶ مخونه [7]
) بابر نامه ۸۶-۱۱۶ مخونه[8]

1 COMMENT

  1. دا څومره وحشي او ظالم تېر شویدي . د دوزخ تر ټولو ټيټه کنده یې ځای اوالله تعالی دې د دغو مظلومو شهیدانو انتقام له هغه او دهغه له اولادې واخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب