Homeخبرونهنیویارک ټایمز: بایډن له طالبانو سره ډیر تعامل ته نه تیاریږي

نیویارک ټایمز: بایډن له طالبانو سره ډیر تعامل ته نه تیاریږي

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۰مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو دوه کاله وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې غوښتنې منلو ته نه تیاریږي چې له طالبانو سره دې لا زیات تعامل وشي.

د ورځپاڼې پر اساس، د بایډن په اجنډا کې له طالبانو سره زیات تعامل، د هغو د حکومت رسمیت پېژندل او د بندیزونو لېرې کول شامل نه دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې وړاندې راغلي چې سپینې ماڼۍ د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو او د افغانستان د شتمنیو د ازادولو احتمال رد کړی دی.

خو دا په داسې حال کې ده چې ځینو کتونکو او مرستندویانو له جو بایډن څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بیوزلۍ او لوږې د کمېدو لپاره له طالبانو سره په مستقیمو مرستو خپل دریخ نرم کړي.

نیویارک ټایمز د ښځو او نجونو خلاف د طالبانو پر افراطي دریځونو د انتقاد ترڅنګ لیکلي چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کورنۍ جګړې پای ته رسول او د فساد له منځه وړل د هغو مهمو ټکو په توګه یاد کړي چې امریکايي چارواکي یې حیرانه کړي دي.

طالبانو په درې واړو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی خو که د ښځو خلاف یې افراطي اقدامات نه وای کړي، ممکن هیڅ هیواد د دوی د حکومت له رسمیت پېژندلو ډډه نه وای کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو د حکومت له لوري د کوکنارو د کښت د مخنیوي او ترویستي ضد اقدامات هیله بخښونکي بللي و.

د بحران د نړیوالې ډلې شنونکی ګریم سمیت، چې په افغانستان کې اوسیدلی دی، وايي:«ډیر کارونه چې باید وکړو د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري.»

ده په فارن افیرز خپرونه کې په یوه لیکنه کې له لوېدیځو موسسو او حکومتونو غوښتي چې له طالبانو سره اغېزمنې اړیکې ټینګې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...