Homeخبرونهایران په کندهار کې د قاسم سلېماني په نوم روغتون جوړوي

ایران په کندهار کې د قاسم سلېماني په نوم روغتون جوړوي

تاند: (شنبه، د وږي ۱۱ مه )  ایراني رسنیو ویلي، چې هېواد یې په کندهار کې د خپل سپاه پاسداران استخباراتي ځواک د وژل شوي مشر قاسم سلېماني په نوم روغتون جوړوي.

 د ایران د پارلمان  یوه غړي جواد کریمي قدوسي ویلي، چې د یاد شوي روغتون د جوړیدو چارې روانې دي.

سرچینې په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

قاسم سلېماني، چې له ایرانه د باندې یې د دغه هېواد د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک مشري کوله، په ۱۳۹۸ کې د امریکا د یوه هوایي برید پر مهال په عراق کې ووژل شو.

هغه په افغانستان کې د جمهوري نظام خلاف د طالبانو د جګړې له مهمو ملاتړو هم ګڼل کیده.

په وروستیو کې ادعا کیږي، چې د طالبانو د رژیم مشر ملا هبت الله اخندزاده د ایران د مذهبي مشر له دفتر سره د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک له لارې نږدې اړیکې لري او هڅه کوي، چې په ځينو برخو کې د ایران د مذهبي مشر تقلید وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په کندهار کې د دغه هېواد کونسلګري فعاله شوې او وخت په وخت د ایران د ځینو مهمو مناسبتونو په اړه د طالب چارواکو په ګډون غونډې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...