جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا کانګریس د خلیلزاد په ګډون له ۹ چارواکو د څېړنو...

د امریکا کانګریس د خلیلزاد په ګډون له ۹ چارواکو د څېړنو پلان لري

تاند: (شنبه، د وږي ۱۱ مه )  له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو د دویمې کلیزې په درشل کې، د دغه هېواد د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي، چې د افغانستان لپاره د خپل هېواد د مخکیني استازي زلمي خلیلزاد په ګډون له ۹ چارواکو د څېړنو پلان لري.

هغه زیاته کړې، چې دغه مخکیني او اوسني چارواکي د افغانستان د وضعیت په اړه د ناسمو معلوماتو په وړاندې کولو یا د ځینو معلوماتو په پټ ساتلو تورن دي.

د نورو چارواکو د نومونو او موقفونو په اړه زیات جزییات نه دي ورکړل شوي.

له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتو د کلیزې په درشل کې، په امریکا کې په دې اړه ناندرۍ روانې دي.

دا موضوع، د دغه هېواد د ترسره کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه جنجالي موضوع ګڼل کیږي.

د امریکایي ځواکونو د وتو دویمه کلیزه؛ افغانان څه تبصرې پرې لري؟ – تاند (taand.net)

زلمي خلیلزاد، چې طالب استازو سره یې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتو او نورو مسایلو په اړه د سولې مذاکرات او تړون رهبري کول، مخکې پر ځان تورونه رد کړي او ویلي، چې یاد شوي مذاکرات او هوکړه ده په یوازې ځان نه دي ترسره کړي؛ بلکې د امریکا د حکومت د مامور په توګه یې اوامر عملي کړي.

2 COMMENTS

  1. غلیسه امریکا که واقعآ انسانیت ته درناوی لری نو دا خبیث او څو جانبه جاسوس او د افغان ملت ستر دوښمن او د افغان ملت په وینو ملیاردر شوۍ ملی خائین خلیلزاد ( دده پلار د قوة کار قوماندان او هلته ئی دده پلار هم د افغانیو ملیونر شوۍ وو ) څیړنه تبلیغاتی جنبه ونلری بلکه په جدی توګه صورت ومومی او دده ملی خیانت د افغان ملت سره هم وڅیړل شی او غلیسه امریکا د دیموکراسی چیغی وهل او ددی شعار لاندی یو مملکت ته داخلیدل ددیموکراسی دفاع لپاره جهان ته ثابته کړی !!!

  2. ترڅو امریکا یا په مجموع کې ناټو له افغانانو بښنه ونغواړی، یاد یی ساتي چې داسې حالت به ورباندې راشي چې لا تر اوسه په روسانو او انګریزانو نده راغلی ځکه دوي ورسره د ناټو شریکباڼو داسې ظلمونه او جرایم وکړل چې کله د جنګي جرایمو نړیواله محکمه د افغانستان قضیه د څیړلو لپاره خوله خلاصه کړي بیا امریکایان ورباندی دسفر بندیز ولګوی دا چې دوی د فکر لحاظ ځانونه مجرمین ګڼی همدا زموږ لپاره بسنه کوي
    دا چې دا کار د امریکا کانګریس اوس څخه پخوا یعنی مخکې لدې چې دا قضیه ۳۰ د اګست ۲۰۲۱ د دوی د عسکرو وتل مخې ته راشي څیړلی وه غوره به وو ځکه ټول پوهیږي چې دا ټولی ستونزي امریکا او غربي هیوادونو ته لومړي انګریزانو او بیا په ځانګړي ډول پاکستان جوړ کړل باید امریکا خپل قصد له انګریزانو او پاکستان څخه واخلي ترڅو ستونزه له اساسه خلاصه شي او فیصله شي ځکه ټولي ستونزي افغانانو ته او نړیوالو ته انګریزانو او پاکستان جوړي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

منډه/ اجمل پسرلی

غږ/اجمل پسرلی