دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد امریکایي ځواکونو د وتو دویمه کلیزه؛ افغانان څه تبصرې پرې لري؟

د امریکایي ځواکونو د وتو دویمه کلیزه؛ افغانان څه تبصرې پرې لري؟

تاند: (پنجشنبه، د وږي ۹ مه )  د اګسټ یو دېرشمه نن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو دوه کاله پوره شول.

 د دې ورځې په اړه افغان سیاستوال او شنونکي بېلابېلې تبصرې لري.

د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر چارواکي امریکا متحده ایالات ګرموي، چې له افغانستانه د ځواکونو په ناببره وېستو او طالبانو سره د سولې د وار د مخه تړون له لاسلیک او د ځواکونو د خوندي ویستو له توافق سره یې د جمهوري نظام د سقوط او واک ته د طالبانو د بیرته ستنیدو زمینه مساعده کړه.

طالبانو سره د پرځیدلي جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي غړی محمد ناطقي بیا مخکیني چارواکي؛ په ځانګړي ډول پخواني ولسمشران: اشرف غني او حامد کرزی ګرموي، چې په وینا یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یې نه باورول او د جمهوري نظام د بقا او ساتنې په اړه بې غوره پاتې وو.

طالبانو سره د امریکا د سولې تړون لاسلیکونکی او امریکایي استازی زلمی خلیلزاد بیا وایي، چې افغانان باید خپلو کې یوې جوړې ته رسیدلي وای او پرځیدلي جمهوري نظام د ځان ساتنې تدابیر لرلای او امریکا مسووله نه وه، چې تر پایه د دغه نظام د ساتنې لپاره قرباني او تاوان پرې کړي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتو او د جمهوري نظام د سقوط په اړه پر طالبانو هم نیوکې شته.

د دوی منتقدان وایي، چې دغې ډلې امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک وروسته د امریکایي ځواکونو د وېستو په نوم خپله پيل کړې جګړه له امریکایي ځواکونو سره ختمه او له افغانستانه د خوندي وېستو زمینه یې برابره کړه.

د دوی په وینا، طالبانو له بهرنیو ځواکونو سره د سولې ترڅنګ د افغان ځواکونو خلاف سخته جګړه وکړه او د دوحې تړون له لاسلیک وروسته یې د افغانستان له حاکم نظام سره سولې ته زړه ښه نه کړ.

له دې سره، په امریکا کې چې ولسمشریزې ټاکنې یې په مخکې دي، له افغانستانه د سرتېرو د ناڅاپي او د امریکایانو په باور د ناڅاپي وېستو بحث په ګرمیدو دی.

د اوسني ولسمشر جوبایډن یو شمېر مخالفان هغه تورنوي، چې له افغانستانه د سرتېرو په نا مسوولانه وېستو یې د افغانستان نظام ړنګیدو او هلته د شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې نابودۍ ته پرېښودې.

د بایډن پلویان بیا وایي، چې د دوحې تړون د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوی و او بایډن یې د شوې ژمنې له مخې عملي کیدو ته زمینه برابره کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی استازی زلمی خلیلزاد دا خپله لویه لاسته راوړنه بولي، چې طالبانو سره د دوحې سولې تړون له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د خوندي وتو زمینه برابره کړه.

له دې سره، پر امریکا متحده ایالاتو د افغان متحدانو نیوکې شته، چې دوی یې یا په افغانستان کې دننه یا په درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په هیله بې برخلیکه او په ستونزو او خطرونو کې پرېښي دي.

1 COMMENT

  1. زما په نظر ټول هیوادوال خبر دي چې خلیلزاد دوه مخیتوب وکړ ځکه کله به قطر ته منډی وهلی، بیا به د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سره بیا به د پاکستان د پوځ مشر باجوه سره ناسته کوله چې د افغانستان سوله د پاکستان لوی درستیز پوری څه تړاو درلود،؟
    کچیری سوله کیدله باید ټول افغانان په یو ټغر کې سره راټول شوی وای هغه که په قطر کې وو یا بل عربی یا اسلامی هیواد کې مګر دا چې خلیلزاد څو ځلی پاکستان ته لاړ لدې معلومیږی چې د پردی تر شا بل څه شوی خو ولس خبر نده.
    کچیری بل څه نه بیا ولی پاکستان زموږ نورو ګاونډی هیوادونو ته سفر نه کولو، لکه ایران، هند او روسیی یا چین ته
    لومړی داچې امریکا برید بې معنا ځکه همدې امریکا او متحدین خبر دي چې دوی آسامه بن لادن په اسلام اباد کې وواژه مګر دوی تل دا ټینګار درلود چې طالبانو آسامه بن لادن ته ځای ورکړی کچیری په افغانستان کې ولی دوی (امریکا او ناټو) آسامه بن لادن په افغانستان کې ونه واژه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب