یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهملا متقي خپلو وسله والو مخالفانو ته؛ نړۍ ملاتړ نه درڅخه کوي

ملا متقي خپلو وسله والو مخالفانو ته؛ نړۍ ملاتړ نه درڅخه کوي

تاند: (پنجشنبه، د وږي ۹ مه )  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي خپلو وسله والو مخالفانو ته په خطاب کې ویلي، چې نړیوال ملاتړ نه ورڅخه کوي.

ملا متقي دغه څرګندونې پرون په کابل کې د دیني علماو او ولسي مشرانو یوې غونډې ته کړي دي.

ښاغلي متقي که څه هم ونه ویل، چې کومو هېوادونو دغه ډاډ ورکړی دی، خو تر دې وړاندې د افغانستان ګاونډي هېوادونه تورن شوي چې افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

دا مهال داعش، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جنګیالي او د افغانستان د ازادۍ جبهه د طالبانو وسله وال مخالفت کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د داعش په ګډون شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي، خو د طالبانو حکومت دا راپور بې بنسټه وباله.

ویل کیږي، چې د ملي مقاومت جبهې یو شمېر مشرانو ته تاجکستان په خپله خاوره کې دفترونه او امکانات ورکړي.

د دې او نورو جنګي ډلو فعالیتونه که څه هم ډېر محسوس نه ګڼل کیږي، خو تازه روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د ملي مقاومت ډلې مشر احمد مسعود دغه هېواد ته تللی او ځینو سیاسي څېرو سره یې لیدلي دي.

د طالبانو منتقدان باور لري، چې د دوی مخالف جنګي مشران که څه هم په خلکو کې د پام وړ ملاتړ او اعتبار نه لري او خلک له جګړې ستړي دي، خو د طالبانو لخوا د واک انحصار، د ښځو او نورو خلکو د حقونو پراخ نقض، له ملایانو پرته د نورو قشرونو څنډې ته کول او له قانوني نظام جوړولو د مخ اړولو ترڅنګ نړیوالو سره نه تعامل به د اقتصادي او بشري ناورین ترڅنګ د دوی خلاف د جګړې ذهنیت په طبیعي ډول رامنځته او افغانستان د نورو ناکراریو خوا ته بوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب