سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهطالب مقام: د نجونو د زده کړو ځنډولو معقول دلایل لرو، خو...

طالب مقام: د نجونو د زده کړو ځنډولو معقول دلایل لرو، خو شریکولی یې نه شوو

تاند: (پنجشنبه، د وږي ۹ مه )  د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد یونس راشد د پکتيا پوهنتون له محصلينو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی رژیم د نجونو د تعليم بندولو لپاره معقول دلايل لري، خو دغه دلايل له رسنيو سره نه شي شريکولى.

نوموړي ویلي:«اوسمهال د نجونو د زده کړو لپاره اسلامي شرایط برابر نه دي، دا چې دغه شرایط څه دي، ډېر ستر بحث دی. شرعي دلایل هم شته چې د نجونو زده کړې بندې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه وروستۍ وینا کې برعکس نظر ورکړی.

نوموړي ویلي: «د ټولو پر مخ باید له کوم توپیري چلند پرته د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي. ځکه زده کړې د خلکو شرعي او طبیعي حق دی.»

د طالبانو یوه پخواني مقام عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د طالبانو تر ۹۵ سلنه پورې مشران د نجونو د زده کړو پلویان دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو دوه کاله پوره شول، خو دوی تر اوسه له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو لپاره نجونو ته اجازه نه ده ورکړې.

د دوی ویاندویان بیا- بیا ټینګار کوي، چې د نجونو د زده کړو لپاره د یوه « ترتیب» او طرحې په برابرولو بوخت دي.

د نجونو د زده کړو مدافعین بیا وایي، چې طالبانو د تېرې واکمنۍ په پنځه کلنه دوره کې یې هم په ښکاره د نجونو د زده کړو مخالفت نه کاوه، خو د شرایطو د نا برابرولي په پلمه یې پنځه کاله دوی له زده کړو لرې وساتل.

ځينو دیني عالمانو بیا د طالبانو مشران ننګولي، چې د نجونو د زده کړو په اړه ورسره مناظرې ته حاضر شي.

6 COMMENTS

  1. دا څه معنا لری ویلی نشو له دی معلومیږی چی هڅ دلیل نلری او دوم دا چی وایې اسلامی شرایت ندی برابر شریعت خوستاسو په لاس کښی ده اوتاسو له شریعت نه لس قدمه مخکی تللی یاست
    ووایی چی مونږ د افغانستان دتباهی لپاره راغلیو او افغانستان تباه کو

  2. ملا آی اس آی اجازه نه ورکوي .
    ټالب یوه پروژه ده . آی اس آی غواړي ، ټالب په دې مغرضو او شرموونکو کارونو سره افغانانو تر نظره منفور او د له منځه وړلو کار يې آسانه کړي .

  3. ۱ – د نجونو او ښځو زده کړی او کار ته بی پروائی پر خپل ځای حتی د هلکانو او ځوانانو لومړنیو او منځنیو او پوهنتونی زده کړو ته پاملرنه نه کیږی چی دا ډیره ځوروونکی مسئله ده.
    ۲ – د طالب د رژیم ټینګښت او پائښت د مدرسو او صحرائی او وحشی ځوانانو د توپک په زور را منځته سویدی او دا وحشی موجودات د ” ښځی ” د لیدو سره سم تناؤ یا تناب شکَوی نو ځکه طالب مشران د انګریز په مشوره د ښځو د کار او تعلیم مخه نیسی.

  4. د پنجابیانو له خوا روزل شوی قدیانی خیټور کفار ( قدیانی طالبان ) په کابل کښی یوازی سمبولیک کشینول شوی دی په حقیقت کښی د افغانستان حکومتی چاری د پنجابیانو په لاس کښی دی دا چټلی خیټوری ږیری د تصمیم نیولو اجازه نلری او نه د تصمیم نیولو استعداد لری او ددی دوو کالونو ډورامه د پنجابیانو له خوا تمثیلیږی پنجابیان د شیطان انګلیس چوچه دی او دشیطان انګلیس رول ډیر ښه لوبوی !!!!

  5. د تاند د ويب پاڼې ګرانو چلونکو ، درنو هیوادوالو سلامونه
    لطفأ د هیواد د نجونو د زده کړی لپاره کمپاین کې په ونډې سره خپل ملي او انساني دنده خپل خلکو او هیواد مقابل که ادا کړئ ستاسو لویه مرسته به دا وي چې دا لاندی لینک د طالب تر لوړ پوړي چارواکو ورسوئ.

    پدې د فیس بوک لینک کې د نجونو د زده کړې په هکله د هیواد د دیني عالمانو ، قومي مشرانو، هنرمندانو، مدني فعالینو، د زده کړی نه محروم نجونو، ځینې طالب مشرانو او په لسګونه نور اجتماعې او مدني فعالینو آواز او غوښتنې اورېدی شۍ .
    همدارنګه په لاندنۍ لینک کې زموږ د هېواد د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي سازمان ملګرو ملتو او نورو بین المللي ټولنې پرله پسې غوښتنې هم کتلې شئ ، د دې پاڼې ځینې پوستونه تر ۴۰ زرو شاوخواه لایک اخستې سلهاو زره خلک هغه لیدلي دي لطفأ په هره طریقه چې کولی شئ دا پاڼه او د خبرو مجموعه د طالب تر لوړ پوړي چارواکو هغوي چې د دوه کلونو په تیریدو سره اوس هم د هیواد د نجونو د زده کړې په لاره کې خنډ اچوي ورسوئ .
    د تاند د ملې ویب پانې له مشرتابه نه هم په درناوۍ هیله کوو چې پدې لاری کې موږ سره مرسته وکړي.

    پته. https://www.facebook.com/OpeningGirlsSchoolCapaign

    په درنښت
    د هیواد نجونو د زده کړی لپاره د کمپاین ټیم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب