په تېرو شلو کلونو کې زموږ په ټولنه کې صاحب نظرو په دې ټکي توندې نیوکې وکړې، چې پخوا زموږ دښمنو هېوادونو او کړیو زموږ په ښوونيز نصاب او نظام کې د ټ – ټوپک او ج – ج.هاد په څېر د جګړه ایز ذهنیت بې شمېره عناصر شامل کړل او زموږ د نويو ځوانانو ذهنونه يې له ماډرن نړۍ بېل یا قطع او ترهګريز ذهنيت ته يې پکې لاره جوړه کړه.
دغه بحثونه ان دومره مشهور او عام وو، چې کله نا کله به د تنکيو ځوانانو په مجالسو کې هم ترسره کېدل او ځینو احساساتي ځوانانو به د دښمن نه مخه ور پرېښودله او نه شا!
خو د حيرانتيا او په ورته وخت کې د تاسف ځای دا دی، چې د همدې صاحب نظرو په لاس جوړو شویو ښوونيزو مراکزو او نصابونو کې بیا ګڼ داسې عناصر موجود وو، چې لا يې هم د ترهګريز او يا ټیټه درجه کې ويلی شو، چې د پوځي ذهنيت روزنه کې مرسته کوله. او هغه تنکي ځوانان چې له ټ – ټوپک او ج – جها..د نه يې سر ټکاوه، په غير مستقيم او لاشعوري ډول بېرته په يوه پوځي ذهنيت روزل کېدل.
د دې عناصرو د شتون ګڼ عيني دلالتونه او مثالونه مو بيا هغه مهال په هیښو سترګو ولیدل، چې د هېواد له یو شمېر معتبرو او مشهورو پوهنتونونو څخه د ترهګريزو ډلو په ملاتړ کې ګڼ هغه ځوانان او پروفيسران را ووتل، چې په يو نه يو ډول يې هېواد کې له ترهګرۍ او افراطیت سره مرسته کوله.
د ښوونځي په وختونو کې ماسره يوه جالبه او جدي پوښتنه دا هم وه، چې موږ ته په سهار کې ولې د پوځيانو غوندې ټرینینګ راکول کېږي او ولې راته ويل کېږي: «تيار سئ» او موږ د پوځيانو غوندې پښه پورته کوو او درب، په ځمکه يې وهو؟ د ښوونځي ادارې غوښتل موږ څه شي ته تيار کړي؟ ايا «تيار سئ» هماغه عبارت نه دی، چې پوځيانو ته د جنګ تر پيل له مخه کارېږي؟
موږ به هسې هم په ګهیځني فايل کې ولاړ وو، خو مسوول استاذ به لومړی ويل: «ولاړ سئ»؛ موږ ټولو به ورمېږونه نېغ نېغ کړل، ته وا درېدل په ورمېږ کېږي. بيا به يې وويل، «تيار سئ» … درب، درب، درب!
په دې عملي تربيې سربېره، چې د تنیکو ځوانانو په ذهنونو کې به يې پوځي نظم او جګړه ایزه روحیه زېږوله، د ښوونځي په همدې فايلونو کې به د ج.هادي او افراطي ترانو هېڅ ډول مخه نه نیول کېده او برعکس هغه ځوانان لا ډېر هڅول کېدل، چې د جنګي مبارزو، جګړه ایزو روحیو او د غازیانو او شهيدانو د ستاینو ترانې به يې په بلبلي طرز ویلی شوای. دغه راز، په دې موضوعاتو باندې مقالو ته به هم د ډېرو استاذانو له خولې د «سبحان الله» او «جزاک الله» کلمات راوتل، چې د مقاله لیکونکي لپاره به د داد او ډاډ او تنکیو اورېدونکو لپاره به د تشویق او هڅونې سبب ګرځېدل.
د دې په خوا کې، زموږ په نصاب کې لا هم داسې عناصر موجود ول او همدې صاحب نظرو به په ډېر لوړ لحن تدريسول او ځان به ورته د عصر مجتهد ښکارېده؛ خو دې ته به يې پام نه وو، چې کوم تعبير چې دوی تبليغوي، هماغه دی، چې له يوه افراطي ذهنيت پرته يې بل څه نه شوی توليدولی. یوه لویه بدمرغي دا هم وه، چې د ښوونځیو د دیني زدکړو لپاره به تر ډېره بریده هغه استاذان ټاکل کېدل، چې د افراطیت زېږوونکو مرکزونو (دیني مدرسو) څخه به فارغ وو او هغه چې نن ورځ زموږ د ټولنې اکثریت ترې سر ټکوي؛ هغوی به له خپل همدې افراطي ذهنیت سره تنکیو ماشومانو ته د دین زدکړه ورکوله.
په همدې اساس به دا ډېره د حیرانتیا وړ نه وي، چې زموږ له ښوونځي فارغ شوي ډېری ځوانان لا هم د ښځو په تړاو یو افراطي او غیرمنطقي ذهنيت لري او د ښځو د حجاب، کار، تعليم، تجارت، لوړو بستونو کې د دندو او تنها سفر په اړه کټ مټ هماغه تصور لري، چې له مدرسو فارغ شوي افراطي م..لايان او مدرسين يې لري، په دې چې په عصري ښوونځیو کې هم د دیني زدکړو استاذان همدا افراطي م..لایان وو.
زما لا هم هغه ورځ يادېږي، چې زموږ په ټولګي کې د يوې شتمنې کورنۍ ځوان چې ځان يې عصري هم باله، په زغرده وويل، چې «هغه به کوم بې غيرته وي، چې خپله خور به له کوره راباسي او تعليم به پرې کوي. زه خو يې په مرګ هم نه کوم.» زه چې دې خبرې هک پک اچولی وم او له ډېرې حیرانتیا د خبرو لوری رانه ورک وو، دغه حیرانتیا مې هغه وخت لا زياته شوه، چې په ټولګي کې موجود استاذ دغه زده کوونکي ته د تحسين او ستاينې په سترګو کتل او هېڅ ډول استدلال او بحث يې ورسره ونه کړ. موږ چې ښوونځي ته ځو، د ذهنونو صیقل کېدو ته ځو، خو هغه ښوونځي، چې په بنیاد کې یې د افراطیت بم و بارود خښ شوي وي، هېڅ کله ذهنونه نه شي صیقل کولی.
زموږ په ښوونځیو کې زده کوونکو ته یو بل تصور دا ورکول کېږي، چې تاسو به «د اسلام خدمت» کوئ. «د اسلام خدمت» په نوم شعارونه ورکول، یوازې هغه افراطي لښکرې روزلی شي، چې بیا به د نړۍ هېڅ کونج ترې ارامه نه وي او ان د اسلام لمنه به هم داغداره وي. د دې وجه دا ده، چې د اسلام خدمت یوه مبهمه اصطلاح ده او هېڅ معنا نه لري او د اسلام لومړنیو وختونو کې دغې اصطلاح اصلاً وجود نه درلوده. دغه اصطلاح چې مبهمه ده او چې تنکي ځوانان د دغې اصطلاح د وضاحت لپاره خپل هغه ښوونکي ته مخه کوي، چې د روزنې او تربیې اساس يې افراطیت وي، نو د هغه له وضاحت وروسته له دغه تنکي ځوان یوازې هغه جسم جوړېږي، چې د فرصت په موندلو ځوانمرګی واسکټ ور پورې وتړل شي او بیا «د اسلام په خدمت» کې تر ټولو لوړه فریضه ادا کړي.
له دې څو ټکو ور اخوا، په دغه موضوع خورا پراخه، هر اړخیز او جدي بحث کېدلی شي او په خپل اوسني نصاب کې بې شمېره هغه عناصر موندلی شو، چې افراطيت او تروریستي ذهنيت ته لاره جوړولی شي. خو دا چې دغه بحث باید په علمي او ساینټیفکه ژبه او بڼه وڅېړل شي او دا چې په دغه ډول بحثونو پورې د ټول ملت برخليک تړلی وي، نو نورې خبرې به له وخت سره پرې وکړو.
نن ورځ چې له مدرسو فارغ شوي د افراطي ذهنيت لرونکې طبقه پر موږ واکمنه ده، زموږ لوی شمېر له عصري ښوونځیو څخه فارغو کسانو ته دغه طبقه ډېر نابلده نه ښکاري او همدا پورته ذکر شوي ګڼ صاحب نظر يې هم ډېرو افراطي پرېکړو ته د زړه په لاسونو چکچکې وهي او ډېر ترې ناخوښه نه برېښي.
دغه بحث په دې هم ډېر جدي دی، چې له ښوونځیو فارغ شوي ترهګر، چې له عصري علومو او ټکنالوژیو سره هم بلدتیا لري، د مدرسو له ترهګرو څو چنده ډېر خطرناک او زیان اړوونکي وي، چې له ټکنالوژیو سره يې اړیکه نه وي او د خپلو بوشکو د ډکولو لپاره بیاهم د ښوونځي او پوهنتون څخه فارغ شوي ترهګر ته اړتیا لري، چې د کیمیاوي عناصرو په پېژندنه او استعمال کې يې لاسنیوی وکړي.
ډېره مننه
د نورو داسي ليکونو په هيله.
بايد موږ ټول ودغه مسئلې ته لومړیتوب ورکو.