یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالب وزیر ملا خیرخواه خلکو ته؛ بچيان مو مدرسو ته ولېږئ

طالب وزیر ملا خیرخواه خلکو ته؛ بچيان مو مدرسو ته ولېږئ

تاند: (شنبه، د وږي ۱۱ مه ) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه، پکتيا کې د یوې مدرسې د بنسټ ډبرې ایښېودلو پر مهال خلکو ته ویلي: “بچیان مو مدرسو ته ولېږئ چې زرین تاریخ مو ژوند پاتې شي.”

 دغه طالب مقام په داسې مهال یادې څرګندونې کړي، چې د دوی رژیم ورځ تر بلې د عصري زده کړو د منزوي کولو او پر ځای یې د افراطي دیني مدرسو په ترویج تورنیږي.

د ارزګان لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکو ویلي، چې د دوی عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده د مدرسو لپاره سل زره بستونه منظور کړي دي.

مخکې د طالبانو د پوهنې وزیر د افغانستان په هره ولسوالۍ کې د لسو- لسو دیني مدرسو د جوړولو خبر ورکړی و.

دطالبانو منتقدان باور لري، چې دوی له زده کړو د نجونو او ښځو په محرومولو او د عصري زده کړو له څنډې ته کولو سره افغانستان په یوه افراطي هېواد بدلول غواړي.

طالب چارواکي بیا ادعا لري، چې دوی د عصري او دیني زده  کړو ترمنځ واټن ختمول غواړي.

5 COMMENTS

  1. مکتبونه بند کړی مدرسی جوړی کړی چی تاسو په مدرسه کی لواطت وکړی او ښځی مو پنجاب ته ولیږی چی بنجابی داکتران او نرسان تری نه مزی واخلی په افغانستان کی مو عصری تعلیم په خپل ورور او خور بند کړی ده

  2. په ښوونځیو اوپوهنتونونو کې دنیوي او اخروي علم زده کیږي . هلته ساینس ، انجنیري ، طب ، فارمسي ، وترنري ، کمپیوتر ساینس ، حقوق ، اقتصاد ، زراعت ، ادبیات ، عربي ، انګلیسي ، فرانسوي ، هسپانیوي ، روسي ، چینایی او نورې ژبې زده کیږي . خلک د دنیاوالو له حاله خبریږي ، دا متخصصین بیا خپلو هېوادوالو ته د کار اوژوند زمینه برابروي ، حلال رزق ګټي او مونږ له نړیوالو سره سیالان کوي . خو ټالب بیا له الف او ب ، ضرب ضربا ضربو ، تر کمپلې لاندې سپورت ، خپلو هېوادوالو ته ښکنځل ، د مخالفینو تکفیر ، د جنت قرارداد او نور شیان زده کوي . ټالب بیا ملایان روزي ، پو جوماتونو کې مفته ډوډۍ ، خیرات ، سقاط او وظیفه باندې ژوند تېروي . البته هغه ملایان چې خاص او د الله تعالی لپاره خپل ژوند زمونږ ماشومانو د اسلامي عقایدو او ضروري اسلامي فرضیاتو ښودلو لپاره تخصیص ورکوي ، د هغوی احترام واجب او لازم دی .
    نو اوس تاسو قضاوت وکړئ چې کوم یو ټولنې او د افغانستان راتلونکې ته مفید او ګټور دی.

  3. دا قدیانی کفار کوشش کوی چی د افغان ملت اولادونه سیستماتیک قدیانان تربیه کړی او دا قدیانی هڅی د پنجابی پاکستان په دستور صورت مومی او پدی برخه کښی حتی د غلامو قدیانانو غلامان ( ښه مثال ئی حیدرخیلان دی ) هم ورځ په ورځ خپلی چټلی څیری ښکاره کوی !!!!

  4. د تا په مدرسه ډګه ومڼډم تا څه پکې زده کړي ؟ اول مضمون د مدرسې سوغۍ ورکول دي. کوم تاریخ ؟ د پنجاب د جناح فرنګي تاریخ! ای ستاسي اورته د موزیانو غلامانو وغیم 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب