یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا متقي له اسلامي هېوادونو په افغانستان کې د پانګونو او پروژو...

ملا متقي له اسلامي هېوادونو په افغانستان کې د پانګونو او پروژو غوښتنه وکړه

تاند: (شنبه، د وږي ۱۱ مه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي له نړیوالو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې اقتصادي پروژې پيل کړي.

 د هغه دفتر ویلي، چې ښاغلي متقي دا غوښتنه د اسلامي همکاریو سازمان تر چتر لاندې کابل ته له راغلو اسلامي علماوو سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي: “اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیوال او په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه په افغانستان کې له رامنځته شويو فرصتونو څخه سالمه ګټه ترلاسه کړي او دلته د پانګونې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره اقتصادي پروژې په لار واچوي.”

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، چې تر دوو کلونو زیات وخت یې وشو، دوی بیا- بیا له نړیوالو او په ځانګړي ډول اسلامي او سیمه ییزو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونې او اقتصادي پروژې ترسره کړي.

دوی پانګوالو ته د بشپړ امنیت ډاډ هم ورکړی، خو د شنونکو په وینا د طالبانو سخت دریځي، خلکو او نړۍ سره نه تعامل، غچ اخیستونکي اقدامات او له حکومت څخه ورځ تربلې د متخصصینو وېستل سبب شوي چې په افغانستان کې د پانګونو د ښو فرصتونو له رامنځته کیدو سره بهرني پانګوال دلته پانګونو ته زړه ښه نه کړي.

2 COMMENTS

  1. اسلامي هېوادونه هم غواړي چې تاسو د اسلام مبارک دین مه بدناموئ . د اسلام مبارک دین خلکو ته ببو او زشت مه معرفي کوئ.
    اسلام د سولې اوعزت دین دی ، په اسلام کې مینه ، انسانیت او ورورګلوي ده . اسلام ټولو انسانانو ته په درنه سترګه ګوري . په اسلام کې علم پر نارینه اوښځینه دواړو فرض دی . د خپلو ماشومانو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ . تر څو مسلمانان پوه شي چې تاسو له انسانیت او اسلام سره دښمني نه لرئ .

  2. دا قدانیان د اسلام مبارک دین سره اساسی دوښمنی لری دوی غواړی چی په افغانستان کښی د قدیانی مدرسو په وسیله اسلام مبارک دین له مینځه یوسی ، افغان ملت باید دا قدیانیان د اسلام تخریب او محوه کولو ته موقع ورنکړی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب