یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهزاخېلوال: طالبان افغانان دي، په درې څلورو مواردو ورسره اختلاف لرم

زاخېلوال: طالبان افغانان دي، په درې څلورو مواردو ورسره اختلاف لرم

تاند: (شنبه، د وږي ۱۱ مه ) د پرځیدلي جمهوري نظام یوه مخکښ چارواکي حضرت عمر زاخېلوال، چې د دغه نظام په وروستیو کې د ولسمشر غني په توند منتقد بدل شوی و، په یوه تازه مرکه کې له ځينو ضمني نیوکو سره د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې دوی افغانان دي او دی پر درې څلورو ټکیو ورسره اختلاف لري.

زاخېلوال وویل، چې طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې یې د توقع خلاف وضعیت تر ډېره حده ښه مدیریت او امنیت تامین کړ، خو په سیاسي ثبات راوستو لا نه دي توانیدلي او خلک نه پوهیږي، چې راتلونکی به څنګه وي.

نوموړي طالبان په زوره واک ته رسیدلي وبلل او د واک په انحصار یې تورن کړل او د دوی لاس ته لوېدو وروسته یې د حکومتي سیستم خدمات کمزوري شوي یاد کړل.

له دې سره، هغه د طالبانو خلاف د جنګي هڅو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د داسې هڅو تر شا بهرني استخبارات لاس لري او افغانستان ته په تاوان تمامیږي.

عمر زاخېلوال په ورته وخت کې، له طالبانو وغوښتل چې ټولو خلکو ته د سیاسي فعالیت حق ورکړي، بهر ته تللي سیاستوال هېواد ته دعوت او د خپل سرپرست حکومت د مودې له پای ته رسولو، اساسي قانون جوړولو، خلکو ته د نظر او رایې حق له ورکولو او په حکومت کې د مسلکي ظرفیتونو له ځایولو سره د افغانستان د وضعیت ښه کولو لپاره له لاسته راغلو فرصتونو ګټه واخلي.

نوموړي دا هم ومنله، چې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا د سفرونو قیودات لګول شوي، خو د بیرته حل هیله مندي یې وښوده.

د ده په وینا، د راپورونو برعکس پر کرزي هغسې قیودات هم نه دي وضع شوي، چې لیدل کتل ورسره منع شوي.

زاخېلوال وویل، چې دی هر دوه ورځې وروسته له کوم محدودیت پرته حامد کرزي سره لیدلی شي.

هغه دا هم تایید کړه، چې دی د طالبانو له ویلو پرته خپله د افغانستان د نجات په نوم د جوړ کړي سیاسي حرکت له دوام ورکولو لاس په سر شوی، خو ویې ویل کابل کې لیدنې کتنې او مرکې کولای شي او له ازادۍ برخمن دی.

د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر پلویان بیا زاخېلوال، حامد کرزی او ورته نور سیاستوال، چې اوس طالبانو سره نږدې اړیکې لري، د جمهوري نظام خلاف په تخریبي هڅو تورنوي او وایي دوی د خپلو سیاسي عقدو لپاره د طالبانو راتګ ته په زمینه برابرولو کې مرسته وکړي.

زاخېلوال او د جمهوري نظام منتقدان بیا وایي، چې دوی سولې ته کار کاوه او هغه نظام د چارواکو د فساد او بې کفایتۍ له امله نسکور شو.

2 COMMENTS

  1. د ګردنې غل او سر تر پښو په اخلاقي او مالي فساد کې غرق نن د خلکو په نماینده ګي خبري کوي. دغو مخربینو او ناولو څیرو ته لږ څه شرم په کار دي.

  2. زاخیلواله رشوتخوره او د اجنبیو غلامه د تاسی مخالفت د قدینیو طالبانو سره هیڅ ندی موجود تاسی خائینینو د بادار په هدایت په اتفاق سره کابل قدیانیو غلامو طالبانو ته تسلیم کړ د تاسو ملی خائینینو بادار مشترک دی او د تاسو څخه مسلسل د سترنج دانو په شان استفادی شوی دی او وروسته به هم دا صورت مومی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب