Homeخبرونهد رېللارې ادارې طالب مشر: چابهار بندر سره به زر وصل شوو

د رېللارې ادارې طالب مشر: چابهار بندر سره به زر وصل شوو

تاند: (شنبه، د وږي ۱۱ مه ) د رېل پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د رژيم مشر بخت الرحمان شرافت ایران ته د سفر پر مهال ویلي، چې افغانستان به زر د رېل پټلۍ له لارې له چابهار بندر سره ونښول شي.

ایراني رسنیو ویلي، چې هغه دا خبره له سیستان او بلوچستان سرحدي سیمو څخه د لیدنې پر مهال کړې ده.

 ایراني رسنیو او طالب چارواکي په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، اورپټلۍ ادارې ته د دوی پاملرنه زیاته ګڼل کیږي.

د دغې ادارې طالب مشر بیا- بیا ګاونډیانو سره د ريل پټلۍ اړیکو د پراختیا او تامین په اړه خبرې کړي.

طالب چارواکي له سیمه ییزو هېوادونو سره د اقتصادي او ترانزیتي اړیکو پراختیا خپل یو اصلي هدف بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...