شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا د استازو جرګې خلیلزاد او ۸ نور پخواني چارواکي د...

د امریکا د استازو جرګې خلیلزاد او ۸ نور پخواني چارواکي د تحقیثقاتو لپاره وروبلل

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۱ مه) د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس مایکل مک کال وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا د پځواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په شمول له ۹ پخوانیو مهمو چارواکو څخه له افغانستانه د بې بندوبسته وتلو په هکله پوښتنې – ګروېږنې کوي.

ده دا غوښتنه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د دوهمې کالیزې له پوره کېدو وروسته وکړه او ویې ویل چې د وتلو پروګرام ګډوډ او مرګونی و.

ټاکل شوې ده چې په کابل کې د امریکا د هماغه مهال له سرپرست سفیر راس ایل ویلسن، د مدیریت او منابعو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارووزارت پخواني مرستیال برایان مک کیون، په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جان بس او د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه تحقیقات وشي.

مک کال وویل، په خپلو پلټنو کې دې نتیجې ته رسیدلی چې دا کسان له افغانستانه د امریکا د وتلو، د کابل د سقوط او د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د څرنګوالي د رابرسېره کولو لپاره مهم معلومات لري.

د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس جوته کړه، تر څو چې خلک شفافیت ونه ویني او هغسې ځواب ترلاسه نه کړي چې دوی یې مستحق دي، ارام به کښېنني.

ده د امریکا له یادو ۹ پخوانیو چارواکو وغوښتل چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمېټې سره تماس ونیسي او د خپلو مرکو متن د روان سپټمبر تر اوومې پورې چمتو کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت څه موده وړاندې د مک کال په بیا بیا غوښتنه له افغانستانه د وتلو اړوند څه باندې ۳۰۰ سندونه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته سپارلي وو.

1 COMMENT

  1. زما په نظر باید داموضوع د ګانګریس د استازو جرګی د بهرنیو کمیټی په شمول یو ځانګړی نظامی محاکمه ورته برابره شي ترڅو هغه نظامیان او سیاسیون چې پدې قضیه کې ښکیل دي لازمه څیړنه وشي، ځکه همدا نظامیانو بوش، ډبلیو بوش، اوبا ټرمپ او بایډن داسې د افغان وژنی طرحی ورکړي چې اوس په خپلو طرحو په عملي کولو کې پاتي راغلل نو باید زلمی خلیلزاد څخه امریکا تابعیت واخیستل ترڅو ټول نړۍ پوه شي چې یاد شخص له امریکا او افغانستان سره زیات خیانت وکړ ځکه کچیری دوی ټولو مشرانو ته په افغانستان کې د آبادي نظریه ورکړی وای نو نن به نه امریکا داسې شرمنده وتله او نه به دومره بی ګناه بې طرفه ماشومان، ښځی او بوډا سپین ګیری د دوی د بمبار له وجهي مړه کیدل او دوي به اوس پوه شوی وي چې زلمی خلیلزاد دوکه باز وو ځکه د افغانستان د سولی په اړه څو ځلی پاکستان لاړل چې د افغانستان سوله کې د پاکستان پوځ او سیاسیون ښکیلول په خپله د دوی سیاسې درایت کمزورتیا ښکاره کوي نو باید زلمی خلیلزاد په ښکاره او عام محضر محاکمه شي ترڅو نوره نړۍ بی ظرفیت سیاسیونو خبرو ته اهمیت ورنکړی ځکه د دوی حیثیت ته صدمه ورسوله او دوی په نړیواله سطحه د ناټو شریکباڼو سره وشرمیدل چې افغان ولس هم په دوي باندې د تیرو خبرو برخلاف بی باوره شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب