شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+يوويشتمه پېړۍ، بې پنجرو زندان | نجیب احمد عزیزي

يوويشتمه پېړۍ، بې پنجرو زندان | نجیب احمد عزیزي

ښایي په نړۍ کې اقتصادي قدرت څو ځانګړي خلک یو سي، ځکه د ټولو انسانانو اړتیا د هغوی په شتمن کېدو پورې تړلې. دغه کسان ښایي په خپلو شتمنیو او اقتصادي قدرت باندې لوی لوی دولتونه هم سپانسر کړي او یا پر هغوی ځینې اوامر تحميل کړي.

دا تر ټولو ښه ده چې پر دې شتمنې د هېوادونو تر منځ ګټور تړونونه وشي او اسانتیاوې برابرې شي، هغه هېوادونه چې تولیدات او فکټوریانې پکې زیاتې دي، هر رنګ ګټورې اړیکې سره جوړولای شي؛ مګر درېیمه درجه هېوادونه هغې کچې ته نه‌شي رسېدای.

غټې رسنۍ او ګټې یې ټولې ځانګړو کسانو ته رسېږي چې په لږ موده کې په لوېدیځ کې د اسیا مېشتوال هغه مفکورې ته ورسېدل چې هلته ژوند تر نورو لويو براعظمونو غوره دی، ولې داسې وشول؟

د دې پوښتنې ځواب فکر کولو ته هم اړتیا نه لري، ځکه ټولې لویې رسنۍ او انلاین بازار د عصریت یا “لوېدیځوال کېدنې” پر لور څرخېږي.

د نن عصر انسان له انټرنیټ سره وصل دی، د اړیکو او اسانتیاوو لپاره بېلابېل اپلکېشنونه جوړېږي، که ټیټه درجه صنعت ته پام وکړو چې خلک له یو بل سره سیالي ورباندې کوي؛ نو هرومرو که د نړۍ لوی شتمن یادېږي، لکه ایلن ماسک، ΜRمارک زوکربورګ، بلګېټس، جیف بېزوس د امازون ستر شرکت رییس چې په 2020 کال کې یې له انلاین بازاره څه د پاسه 35 میلیارډ ډالره وګټل.

تېر کال په ویلز کې د نړۍ د زیاتو شتمنو کسانو غونډه وشوه چې خپلو دولتونو ته زیاته مالیه ورکړي؛ مګر هلته ټویټر خپرنیزه خواله رسنۍ ایلن ماسک په داسې معیار واخيسته چې خپل پخوانی ارزښت یې لا وبایله، دغه راز د دوی تر منځ سیالۍ د شاتګ نه، بلکې تر دې د لوړې ټکنالوجي او اختراعاتو سبب شوې، خو یوازې د دوی تر منځ محدودې، نه د پرولتاریا ټولنې، ځکه شتمن پسې ابادېږي، غریب پسې لا مفلسېږي.

که څه هم ځینې اپلکېشنونه په نړيواله کچه د بازار له مخې د ګټو او ارزښت پر بنیاد ټیټ شوي، خو په بدیل کې زیاتو ګټه کوونکیو هغو خپل اختراعات د لا ډېرو ګټو پر اساس جوړ کړي چې را روان کلونه او یویشتمه پېړۍ نوره هم برېښنایي او ماشیني شي، په دې کې ښایي درېیم هېوادونه هم څه ناڅه پرمختګ وکړای شي، خو د شتمني پر اساس ممکن لږ کسان له دغو اپونو سره د نغدي ګټو څښتنان شي.

د امریکا په وچه کې په جغرافیایي لحاظ کاناډا له هغو هېوادونو یو دی چې هر کال له نورو براعظمونو مختلف نژاده د بېلابېلو پرګنو استازيتوب کوي او د نورو ځایونو په پرتله هلته زیات مهاجران ورځي؛ مګر هند او چین په اسیا کې هغه هېوادونه دي چې نفوس یې مخ پر زیاتېدو دی.

دغه دواړه هېوادونه په نوره نړۍ کې د ټکنالوجیکي پرمختګ او ښې حکومتولي په لحاظ ځانګړي پېژندل کېږي، خو اتباع او ولسونه یې د حکومتولۍ د ژوند کولو په برخه کې بېله مفکوره لري، له بل پلوه هر کال د سکالرشیپونو او فولبرایټ له لارې شخصي، دولتي او نیمه دولتي پوهنتونونو ته د اسیا او افریقا وګړي امریکا ته د زده‌کړو لپاره ځي، که څه هم د عصري زده‌کړو فرصتونه د خصوصي سکټور برخې لا زیات کړي چې د پیسو په مقابل کې بېلابېل هېوادونه رامخې ته شوي، په عین حال کې د نړۍ په لیبرال اقتصادي نظام کې تر دولتي عایداتو خصوصي هغه ډېر دي او کېدای شي په ننني عصر کې یې دولت تر نفوذ لاندې شي، ځکه یو پوښت یې دی.

يویشتمه پېړۍ د پرمختګ تر څنګ د انسان د رواني ـ روحي سرګردانۍ، ځور او همدارنګه فکري بدلون شاهده هم کېدای شي. یو خو هغه هېوادونه دي چې نفوس یې ډېر شوی، په صنعت کې یې پرمختګ کړی، که یې طبي برخه هم په پام کې ونیسو، تر هر ډول وسلې زیان رسونکې هم کېدای شي. له بل پلوه ډیجیټل سیسټم ته د انسان ننواته، د هېوادونو ساینسي لویي هستوي څېړنې، د نفوسو د ډېرښت له امله د حرارت زیاتوالی یا د سختې وچکالۍ د پېښېدو خطر، دغه راز د برېښنایي سیسټم شعاعو د زیات فعالیت له امله ګرمې را منځ ته کېدل، هغه بدلونونه دي چې د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند ته زیان پېښوي.

له بل پلوه لويي هستوي ـ ساینسي څېړنې په تېره بیا د اټومي انرژي، وسلو ازمایښت، د ځینو هېوادونو او ایالتونو تر منځ شته چې له دې جملې، د مختلفو هېوادونو انسان‌محوره ګټورې اړيکې تر دې مهمې دي چې په نړیوال منشور کې ځینې تړونونه وشي، ځکه له یوې خوا سایبري بریدونه، اټومي ـ هستوي څېړنې په خوندي ډول کول، د نړیوالې امنیت شورا له منشور سره اړوند د یو هېواد طبي څېړنې، دغه راز هیکرانو د اټومي بټیو ساتنه، د فضايي سپوږمکۍ، چورلېدنو  ـ څېړنو او هېوادونو د حریم ساتنه په پام کې نیول، سالمي تجاري اړيکې چې په هر حال کې یې یو کرنیز هېواد له یو بل سره لرلای شي، ځکه انسان فزیکي موجود دی چې هره ورځ زیاتو ویټامنونو، انرژي او کالوريو ته اړتیا لري.

بدبختانه تل ډېر جنګونه په تاریخ کې د لوږې او وچکالۍ له امله پېښ شوي، مګر نننی عصر د لوړ قشر د روحي ـ رواني ځور دي، یانې هغه کسان چې لوړې چارې ور تر غاړې دي، وخت په وخت له مجازي ولسي عمومي فکر او سادومازوخیزم سره مخ کېږي، د ډاډ پر ځای کېدای شي روحي ځور وګالي.

بل پاراډوکس دا دی چې لوړ قدرت ټیټ قشر ته اړتیا لري چې فرداً هر انسان د بل ستایلو، برم او مقام ستاینې ته اړ دی، دغسې لويو قدرتونو ته له عام ولس سره اړيکې لازمي او ملزومې دي.

په اوسني عصر کې چې د “نړيوال” کېدو نوم کارېږي له یوه اړخه ځکه کمزوري هېوادونه پرمختللو هېوادونو ته اړ دي چې له هر پلوه تر تبلیغاتي، طبقاتي، فکري ـ مادي نفوذ لاندې راځي، دغه راز جغرافیوي جوړښت ته یې په پای کې خطر پېښېږي، بل کلتوري بدلون دا کېدای شي چې کورني جوړښتونه ګواښل کېږي، خو د مشترکو ګټو پر اساس ځینې اړیکې جوړې پاتېدای شي.

په اسیا کې د نفوس د ډېرښت له پلوه هند که څه هم د حکومت په لحاظ پیاوړی دی، خو یو له هغو هېوادونو دی چې خاورې ته ضرورت لري. دغه راز چین هم د نفوس په لحاظ زیات دی، خو د عوامو اقتصاد او صنعت یې د کسب پر اساس ښه دی؛ البته د حکومت جوړښت یې کمونيستي دی، په تبليغاتي اړخ کې کمزوری دی، خو د دوی کسبي مهارتونو د نړۍ غوښتنه ور پوره کړې، له دې امله دوی هم شتمن دي؛ مګر له خپل قانون او حکومته په سختۍ د اراضي کمښت د نسل حتی په کورنیو چارو کې د دولت ځانګړې لاسوهنه ده، ځکه د انسان پر عواطفو هیڅکله څوک بندیز نه‌شي لګولای که کېږي هم د ولس عُقده پاروي.

چینایان د خپل څوارلس سوه میلیوني نفوس له مخې نورې جغرافیې ته اړتیا لري. دوی له نړۍ سره ښه روابط ساتي، خو د خپل اقتصادي قوت له امله له ځینو هېوادونو سره په پور باندې هم پروژې ورکوي چې له دې جهته یې پاکستان هم د ۱۳ نورو هېوادونو په شمول قرضداره دی.

اقتصادي سیالۍ ډېر وخت د هېوادونو تر منځ د سړې جګړې ګواښ هم لري، دغه راز اکثره د يو هېواد وچکالي، اقتصادي رکود، د اټومي وسلو د پاشلتیا او  په یخو موسمونو کې د هوا د مالیکولونو د لرې کېدلو په سبب مضر او روغتیا ته د زیان رسوونکو وایروسونو “وبا” د خپرېدو خطر پېښوي.

دغه “وباوې” وایروسونه په اوسني عصر کې انسانان لا له طبعیته لرې کوي، ځکه د کورونا “وبا” یې ښکاره بېلګه ده چې میلیونونه چارې انټرنیټ ته وسپارل شوې او وګړي یې له مخامخ اړیکو لرې وساتل، که څه هم د لوړ عمر کسان دغې ناروغۍ وخوړل.

ځینې هېوادونه د ایران په شمول د یورانیمو په غني کولو سره دې ته رسېدلي چې ځینې وخت د نړیوالې امنیت شورا له فرامینو سرغړونه کوي، دولت یې وار په وار اټومي ازموینې زیاتوي، له بل پلوه ایرانی ولس له خپل اوسني حکومت سره پوره ټکر دی. دغه راز یې اټومي بټۍ له فارس خلیج سره خوندي دي؛ مګر هلته د امریکایي بېړیو تر څار لاندې دي، خو کله وخت یې د ډرون په بريدونو کې ځینې دولتي اشخاص په نښه کېږي. په ښارونو کې یې په پراخه اندازه وچکالي پسې زیاتېږي، د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته هلته د ښځو غبرګونونه ایراني دولت ته خنډ دي، دغه راز اټومي بټۍ د اسراییلو او امریکا له پټو سایبري بريدونو او هیکینګ څخه خوندي نه شي ساتلای.

دا بریدونه او تر دې سخت ګواښ د ایران حکومت ته متوجه دی، ځکه ایران په ښکاره د اوکراین پر ضد ځینې الوتکې له روسي سرتېرو سره هماغه هېواد ته د بمبار لپاره استولې وې، له بلې خوا د امریکایي لوړپوړو چارواکیو څو ځله له بنیامین‌نتن‌یاهو سره پټې او ښکاره لیدنې کړې.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د داخلي کمشکونو تر څنګ یې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې نازکې دي. له بلې خوا یې پولي واحد ډېر په ټیټه کچه کې دی. ښایي په انساني قاچاق او مافیايي کارونو کې ګټه وکړي چې اروپایي هېوادونو ته یې واړوي.

د اسیا لوېدیځ هېوادونه د قطر په شمول چې د امریکا حکومت ډېر پراخ لاس ورکړی، دغه راز محمد بن سلمان چې ځان د تېلو پاچا ګڼي سږکال مشهور لوبغاړي رونالډو ته په فوټبال کې په میلیونونو روپو باندې بلنه ورکول، سعودي او دبۍ هېوادونه چې هلته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د پرتو اقلیتونو کوربانه دي، هغه هېوادونه دي چې امریکایي او اروپایي دولتونو پراخ لاس ورکړی، د اماراتو اقتصادي قوت لا زیاتېږي، خو هلته د بېلابېلو پرګنو اوسېدل په را روانو کلونو کې ښایي امارات ته سرخوږی او ګواښ پېښ کړي.

محمد بن سلمان ځوان پاچا دی، د ځان شتمن ښوولو تاریخ جوړوي؛ مګر هلته د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا د CIA د مرکزونو فعالیت ورو ورو د اماراتو سیاسي وضعیت په څو را روانو کلونو کې ور بدلولای شي.

عرب له وخته تجاران دي، ځکه شتمن دي، خو په اوسني عصر کې د دوی لوی لوی لګښتونه د صنعتي هېوادونو لپاره خورا ګرم دي؛ مګر دا حالت د قناعت وړ نه دی، ځکه په کاري برخه کې په خارجي کتله باندې تکیه د بقا ضمانت نه شي کېدای.

مخکې مې هم سایبري او صعنتي عصر یاد کړ، امارات اوس مهال نورې نړۍ ته داسې ور پېژندل شوی چې په هغو هېوادونو کې فقط پیسې ښې په خرپ ګټلې کېږي، نور پرمختګ څوک نه‌شي پکې کولای.

هغه واکمن چې ځان د تېلو پاچا بولي هرومرو د دې خبرې تر شا خپل نفوذي او اقتصادي ځواک ښکاره کوي، دا هم ترې جوتېږي چې تېل الوتکو ته ور لوېږي؛ مګر هغه وخت به بیا ډېر له چلینجه ډک وي چې د اماراتو مېشتوال زرګونه فرقې، مذهبونه، لادینۍ، ویجټورین یا لیبرال شي. بیا وسلهوالې جګړې سایبري بریدونو ته ځي، مهمه دا ده چې له نړیوالو اقتصادي قوانینو سره سم ګام واخیستل شي چې هیڅ انسان پکې زیانمن نه‌شي.

هغه هېوادونه چې اقتصادي مفکورې او لارې اوسني “تمدن ” عصر ور بدلې کړې، ښځینه قشر ته بېلې طریقې ور مخې ته کړې چې خپله شخصي ګټه ترې وکړي. دغه راز هند، پاکستان او  په دې وروستیو کې که نایټ کلبونه، دغه راز د الکولو تجارت نه وي ممکن د دولت په بودیجه کې کمی راشي، له بل پلوه پورونوګرافي تر ټولو په اسیایي هېوادونو کې د شخصي ګټو په برخه کې بېل ګام دی چې زیاتې پیسې ترې ګټي.

د یویشتمي پېړۍ بله پاڼه سایبري نړۍ، ګټې همدارنګه د انسان په ژوند کې یو ستر بدلون دی چې فکري انحصار، عقیدوي تذبذب، رواني ځور، ډپريشن، چاغښت، له زیاتو شهواني اړیکو روحي ځور، ژر د شتمنېدو هیله او په نجونو پسې ارمان  هغه ډوپامیني روږدتیا ده چې نننی انسان یې په بې‌پنجرو زندان اسیر کړی دی د دې عصر د تاریخ اکثره پاڼې به په خودکشۍ ډکې کړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور نجیب احمد عزيزي صاحب د ۲۱. پېړۍ په باب دې ښه لیکنه کړې ؛خو که د ګران هیواد افغانستان وضعیت او په دریمه نړۍ هیوادونو کې ېې دځای ځایګي او ځانګړنو او امکاناتو یوه پرتله کړېوای، زما په فکر لا به بهتره وه.
    بریالی اوسې.ستاسو د نورو لیکنو د لوستلو په هیله.
    درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب