جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د پاکستان او هند مسابقه مساوي شوه

د پاکستان او هند مسابقه مساوي شوه

تاند- د اسیايي جام د شنبې د ورځې په سیالۍ کې د پاکستان او هندوستان لوبډلې مخامخ شوې. پچه هند وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

د بیا بیا باران د اورېدو له کبله څو ځلې لوبه ودرېده خو هندي لوبغاړو، چې په پیل کې تر سخت فشار لاندې وو او د وهرات کوهلي په شمول یې لومړي څلور مهم لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، وروسته (ځلورم او پنځم لوبغاړو) ښه بیټنګ وکړ.

د پاکستان باولرانو، په تیره بیا شاهنشاه اپریدي، نسیم شاه او حارث روف د هند ټول لوبغاړي په ۴۸ اور او ۶ توپ وسوځول.

د پاکستان د بیټنګ تر پیلېدو مخکې باران زیات شو او تر پایه یې اجازه ورنه کړه چې دواړه ټیمونه میدان ته راووځي. له همدې کبله دا مسابقه مساوي پای ته رسېدلې اعلان شوه او په نتیجه کې یې دواړو ته یو – یو امتیاز ورکړل شو.

هند به د دوشنبې په ورځ له نیپال سره مخامخ شي او د بري او یا د لوبې د لغوه کېدو په صورت کې به د الف یا اې ګروپ د دوهم ټیم په توګه بل پړاو ته ووځي.

په بي ګروپ کې سبا د افغانستان او بنګله دېش لوبه په ځانګړي ډول د بنګله دېش لپاره برخلیک ټاکونکې ده.

که بنګله دېش دا لوبه وبایلله بل پړاو ته له وتلو وځي ځکه چې لومړۍ مسابقه یې پر سریلانکا بایللې ده.

که افغانستان دا سیالي وبایلله بیا به هم یو چانس ولري ځکه چې باید یوه سیالي له سریلانکا سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب